د اسرائیلو لومړي وزیر اکثریت له لاسه ورکړ
د اسرائیلو د پارلمان یو غړی د مذهبې شخړې په خاطر پرون له حکومت څخه جلا شوی او حکومت په پارلمان کښې خپل اکثریت له لاسه ورکړ .
د اسرائیلو په پارلمان کښې چې یوسل شل غړي لري لومړي وزیر نفتالي بنت ساده اکثریت درلود او اوس د یوه غړي له جلا کیدا وروسته په پارلمان کښې د حکومت د غړیو شمیر شپیتو ته راکم شوی .
له حکومت څخه د پارلمان جلا شوی غړی د لومړي وزیر نفتالي بنت د مذهبي ګوند غړی دی چې له کبله یې اوس د اسرائیلو موجوده حکومت د دوباره انتخاباتو د ترسره کیدا په لور تللی شي .
په اسرائیلو نیواکګر رژیم کښې په تیرو دریو کلونو کښې پینځه ځله د پارلمان انتخابات شوي دي اوپه موجوده حکومت کښې اته سیاسي ګوندونه شتون لري .
تراوسه معلومه نه ده چې د اسرائیلو د حکومت مخالف سیاسي ګوندونه به د لومړي وزیر نفتالي بنت پرضد پارلمان کښې د نا باور رایې واچوي او که نه .