د اسرائیلو لومړي وزیر اکثریت له لاسه ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i114456-د_اسرائیلو_لومړي_وزیر_اکثریت_له_لاسه_ورکړ
د اسرائیلو د پارلمان یو غړی د مذهبې شخړې په خاطر پرون له حکومت څخه جلا شوی او حکومت په پارلمان کښې خپل اکثریت له لاسه ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2022 03:39 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو لومړي وزیر اکثریت له لاسه ورکړ

د اسرائیلو د پارلمان یو غړی د مذهبې شخړې په خاطر پرون له حکومت څخه جلا شوی او حکومت په پارلمان کښې خپل اکثریت له لاسه ورکړ .

د اسرائیلو په پارلمان کښې چې یوسل شل غړي لري لومړي وزیر نفتالي بنت ساده اکثریت درلود او اوس د یوه غړي له جلا کیدا وروسته په پارلمان کښې د  حکومت د غړیو شمیر شپیتو ته راکم شوی .

له حکومت څخه د پارلمان جلا شوی غړی د لومړي وزیر نفتالي بنت د مذهبي ګوند غړی دی چې له کبله یې اوس د اسرائیلو موجوده حکومت د دوباره انتخاباتو د ترسره کیدا په لور تللی شي .

په اسرائیلو نیواکګر رژیم کښې په تیرو دریو کلونو کښې پینځه ځله د پارلمان انتخابات شوي دي اوپه موجوده حکومت کښې اته سیاسي ګوندونه شتون لري .

تراوسه معلومه نه ده چې د اسرائیلو د حکومت مخالف سیاسي ګوندونه به د لومړي وزیر نفتالي بنت پرضد پارلمان کښې د نا باور رایې واچوي او که نه .