صیهونیسټ رژیم په نیواکی ټاټوبیوکې د ناارامیو اصلی جرړه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i114518-صیهونیسټ_رژیم_په_نیواکی_ټاټوبیوکې_د_ناارامیو_اصلی_جرړه_ده
خطیب زاده وویل توکم پالنه ، ځپل ، وژله ، زندانی کول ، محرومول او د فلسطین د مظلوم ملت هره ورځ سپکاوې او همداراز څرګنده ترهه ګری په نیواکی ټاټوبیو کې د ټولو نارامیو اصلی جرړه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2022 01:29 Asia/Kabul
  • صیهونیسټ رژیم په نیواکی ټاټوبیوکې د ناارامیو اصلی جرړه ده

خطیب زاده وویل توکم پالنه ، ځپل ، وژله ، زندانی کول ، محرومول او د فلسطین د مظلوم ملت هره ورځ سپکاوې او همداراز څرګنده ترهه ګری په نیواکی ټاټوبیو کې د ټولو نارامیو اصلی جرړه ده .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی سعید خطیب زاده په نیواکی ټاټوبیوکې د وروستیو بدلونونو په اړه د غبرګون په ترڅ کې صیهونیسټی توکم پال رژیم په نیواکی ټاټوبیو کې د ټولو ناارامیو اصلی جرړه وباله .

د فارس خبري اژانس له راپور سره سم خطیب زاده وویل توکم پالنه ، ځپل ، وژله ، زندانی کول ، محرومول او د فلسطین د مظلوم ملت هره ورځ سپکاوې او همداراز څرګنده ترهه ګری په نیواکی ټاټوبیو کې د ټولو نارامیو اصلی جرړه ده  .

خطیب زاده له ټولو ملتونو ، حکومتونو او نړیوالو ټولنو وغوښتل د صیهونیسټ توکم پال رژیم د ترهه ګرۍ او نیواک په وړاندې له خپلې روا دفاع د اصل په اساس د فلسطینی ولس د امنیت د تامینولو لپاره عمل او په فلسطین کې د صیهونیسټانو د وحشیانه جنایتونو او تیریو خنډ شی .