د فلسطین پرضد د اسرائیلو اقدامات د بشریت پرضدجنایت دی
روسیا الیوم ټيلي ويژن راپور ورکړ د بښنې نړیوالې موسیسې ایمنسټي اینټرنیشنل (Amnesty International) اسرائیل یو اپارتایډ رژیم وباله او ویې ویل چې د اسرائیلو لخوا د فلسطینیانو وژله ، د هغوې شکنجه کول او د هغوې د حقوق سلبول د بشریت پرضد جنایت دی .
د بښنې نړیوال موسیسې په یوه ټویټ پیغام کښې وویل اپارتائید یوازې د تیر وخت او د تیر تاریخ برخه نه دی بلکې داسې حقیقت دی چې په میلیونونو فلسطینیانو هره ورځ هغه د نیواکي فلسطین په ټاټوبو کښې تجربه کړی دی او تر نن ورځې پورې دغه کار روان دی .
د بښنې نړیوالې موسیسې ټینګار وکړ اپارتائیډ د یوې ډلې ژوند د بلې ډلې له ژوند څخه مهم ګڼي او اسرائیل د فلسطینیانو په وژلو ، شکنجه کولو او د هغوې د لومړیو حقوقو په سلبولو سره هماغه راز اپارتائیډ رژيم دی او دا د بشریت پرضد جنایت دی او باید پاې ته ورسیږي .
هغه اقدامات چې صهیونیسټ رژیم یې د فلسطینیانو پرضد کوي د اپارتائید ښکاره مصداق دی .