د فلسطین مقاومت ډلو په اسرائیلو راکټونه ویشتلي دي
ځینو خبري سرچینو بیګا د فلسطین له غزې تړانګې څخه په نیواکي فلسطین باندې د څو راکټونو د ویشتل کیدا خبر ورکړ .
د فلسطین شهاب خبري اژانس وویل په سدیروت ، نیرعام او ایبیم صهیونیسټ میشته ښارګیو کښې د خطرې سایرنونه (Sirens) وهل شوي دي .
صهیونیسټان د فلسطین د مقاومت ډلو له دغه راکټي حملې ډير ویریدلي دي .
د صهیونیسټ رژیم دیارلسم(۱۳) ټیلي ويژن وویل یوازې په سدیروت صهیونیسټ میشته ښارګي کښې په دغه راکټي حملې کې څلور (۴) صهیونیسټان ژوبل شوي دي .
له دې مخکې د تیرې سې شنبې ورځ په سهار هم د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو د فلسطین د غزې تړانګې په جنوبي سیمې بمبارې کړي وې .
د فلسطین د ولسي مقاومت کومیټیو ویاند ابو مجاهد بیګا وویل په قدس کښې دیره د فلسطینیانو انتفاضې او په غزې تړانګې کښې د مقاومت دفاعي ځواک په صهیونیسټ رژیم باندې د جنګ نوي قواعد ورتپلي دي .
د فلسطین مقاومت ډلو مخکې ټینګار کړی و نیغ په نیغه د صهیونیسټ رژیم حملو ته ځواب ورکوي او چټک په غبرګون وښيي .
د ایران خارجه د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په غندلو سره وویل مسلمانان باید یو هیړ او په اتحاد سره د فلسطین د ایډیل ملاتړ وکړي .