د اسرائیلو هرې حملې ته به سمدستي ځواب ورکړو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i115404-د_اسرائیلو_هرې_حملې_ته_به_سمدستي_ځواب_ورکړو
د لبنان د حزب الله عمومي منشي په دې خبرې سره چې د دې هیواد انتخابات به مونږ په اسرائیلو باندې له هیڅ حملې منع نه کړي شي، وویل: د اسرائیلو هرې حملې ته به بې له ځنډه ځواب ورکړو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2022 02:01 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو هرې حملې ته به سمدستي ځواب ورکړو

د لبنان د حزب الله عمومي منشي په دې خبرې سره چې د دې هیواد انتخابات به مونږ په اسرائیلو باندې له هیڅ حملې منع نه کړي شي، وویل: د اسرائیلو هرې حملې ته به بې له ځنډه ځواب ورکړو

المنار چینل خبر ورکړی دی چې د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصر الله پرون د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت خپلې وینا کښې وویل: د لبنان مقاومت پوره تیار دی او که صهیونیسټي دښمن یوه وړه غلطي هم وکړي نو د مقاومت له چټک او نیغ په نیغه غبرګون سره به مخامخ شي.

حسن نصر الله په دې خبرې سره چې مونږ به فلسطین هیر نه کړو، څرګنده کړه: د فلسطین مسئله زمونږ د دین، ایمان او کرامت یوه برخه ده.

هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو د سمولو له بهیر سره باید مقابله وشي، څرګنده کړه: ترټولو ستر نفاق چې نن سبا یې وینو دا دی چې د فارس خلیج د سیمې ځیني هیوادونه له اسرائیلو سره اړیکې د فلسطین د ولس د خدمت په لړ کښې بولي.

سید حسن نصرالله په دې خبرې سره چې یوه ورځ به په قدس کښې لمونځ وکړو، ټینګار وکړ: صهیونیسټان او دښمنان دا ورځ لرې ویني خو مونږ ته ډیره نزدې ښکاري.

هغه د قدس په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وینا له فلسطین او په سیمه کښې د مقاومت له غورځنګونو په ملاتړ کښې یو جدي او پریکنده ضرورت وباله.