د اسرائیلو حکومت نسکوریدا ته نږدی شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i115810-د_اسرائیلو_حکومت_نسکوریدا_ته_نږدی_شوی
ایرنا خبري اژانس وايي د صهیونیسټ رژيم رسنیو پرون وویل لومړی وزیر نفتالي بنت اټکل کوي چې حکومت به یې په اوو(۷) ورځو کښې ختم شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2022 00:22 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو حکومت نسکوریدا ته نږدی شوی

ایرنا خبري اژانس وايي د صهیونیسټ رژيم رسنیو پرون وویل لومړی وزیر نفتالي بنت اټکل کوي چې حکومت به یې په اوو(۷) ورځو کښې ختم شي .

د صهیونیسټ رژيم رسنیو د لومړي وزیر نفتالي بنت په قول وویل چې هغه د راتلونکو انتخاباتو لپاره د ټول ټاکنو د اندازې د معلومولو لپاره پلانونه پیل کړي ده .

د صهیونیسټ رژيم په سیاسي ډګر کښې مخالف بهیر د پخواني لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په هدایت سره په کلکه د ائتلافي کابینې د نسکورولو کوشش کوي .

په قدس کښې له نښتو وروسته په تیرو څو ورځو کښې د اسرائیلو رژیم د لومړي وزیر نفتالي بنت د ائتلافي کابینې حالت کړکیچن شوی او له دغو نښتو وروسته د عربي فهرست ګوند هم د صهیونیسټ رژیم په کابینې کښې خپل غړیتوب ځنډولی دی .

که چیرې دغه عربي ګوند د نفتالي بنت له کابینې ووځي نو د هغه د کابینې  نسکوریدل به پریکنده وي .