له ۷۴ کلونو وروسته د بدبختۍ ورځ
نه د فلسطینیانو داغ هیر شوی او نه د صیهونیست نیواکګر رژیم جنایتونه ختم شوي دي
۷۴ کلونه وړاندې صیهونیسټ رژیم د فلسطینیانو پرضد د بوږنونکی جنایتونو په ترسره کولو سره خپل موجودیت هم اعلان کړ .
د ۱۹۴۸ کال د می په ۱۵ د فلسطینیانو لپاره د نکبت ورځ او د صیهونیستانو په وسیله د فلسطینیانو په زوره کډوالولو سمبول ده . د بدبختۍ ورځ د فسطینانو له نظره د ترخو ورځو یعنی د خپل ټاټوبی د نیواک او د څه د پاسه اته لکه فسطینانو ویستلو یادونه کوی . نه د فلسطینیانو داغ هیر شوی او نه د صیهونیست نیواکګر رژیم جنایتونه ختم شوي دي . د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ لوړ رتبه غړی ولید القططی د می په ۱۵ په غزې کې له ایران پریس سره ځانګړی مرکه کې وویل د فلسطین خلک هماغه راز له نیواک ، کډوالۍ او د لودیدیځ تر ملاتړ لاندې د استعماری صیهونیزم له ظلم و ستم کړیږي .
د نیواکګر رژیم جنایتونه تراوسه دوام لري . په تیرو ۷۴ کلونو کې د فلسطین څه د پاسه ۸۵ فیصده ټاټوبې صیهونیسټانو په وسیله نیول شوی چی کابو ۲۷ زره مربع کلومیټره کیږی ، خو دغه رژیم هماغه رازد ښارګیو جوړولو ته دوام ورکوی او د فلسطینانو کورونو او ټاټوبیو ته یې د طمعې سترګې نیولي دي .
په تیرو ۷۴ کلونو کې له فلسطین څخه بهر او داخل کې څه د پاسه یو لک فلسطینان شهیدان شوي او هماغه راز هم له فلسطینی ټاټوبی د دفاع لپاره ولاړ دي او له نیواکګر رژیم سره جنګیږي . له نیواکګر رژیم سره جنګ میرمن ، سړې ، ماشومان ، ځوان او بوډا نه پیژنی . یوازې فلسطینی هویت له اسراییلو سره د جنګ لپاره کافی دی . میرمن شیرین ابوعاقله د الجزیرې چینل فلسطینۍخبریاله وه چی اسراییلی عسکرو په وسیله د دغه رژیم د جنایتونو د پوښښ په وخت په عمدی ډول ترور او شهیده کړې شوه .
د غزې تړانګې له کلابندۍ ۱۶ کاله تیریږي . غزه د نړۍ په تر ټولو ستر پرانستی زندان بدله شوی او د دغې تړانګې خلک د امنیت ، سلامتیا او خوړو په حوزه کې له جدی چیلنجونو سره مخامخ دي ، خو هماغه راز د نیواکګر رژیم د جنایتونو په وړاندې مقاومت کوي .
که څه هم په فلسطین کې مقاومت هماغه راز وجود لري او کورواکه تشکیلات د رژیم جنایتونو ته له پامه پرته له هغه سره په ساز باز ټینګار لری ، خو د وخت په تیریدا سره د مقاومت وزن او همداراز د صیهونیستی رژیم په وړاندې د مقاومت په حقه والې زیات شوې دې او نن دغه رژیم د مقاومت په وړاندې له کمزورتیا او لالهندۍ سره مخامخ شوی دې . د فلسطینانو انفرادی عملیاتو چی په نیواکي ټاټوبیو کې ترسره شوی نولس وژل شوي او په لسګونو ژوبل درلودلي دي ، د ساز باز په وړاندې د مقاومت د کړچار د برلاسی توب او د نیواکګر رژیم د بیچارګۍد اثبات لپاره ښکاره سند دې . په همدې اساس هم د فلسطین حماس غورځنګ د نکبت ورځې په مناسبت په یوه بیانیه کې وویل پراخ مقاومت او د هغه په سر کې مسله وال مقاومت له نیواکګرۍ د خلاصون او د هغو له جنایتونو سره د مقابلې او همداراز د سلب شویو حقوقو د بیرته ترلاسه کولو یوازنۍ لاره ده .
وروستۍ خبره دا چی صیهونیسټ رژیم په ۱۹۴۸ کال کی د لویدیځ په هر اړخیزه ملاتړ سره جوړ شوی وو او له ۷۴ کلونو وروسته هم لویدیځ د لودیدیځې اسیا په زړه کې له دغه جالی او ناروا رژیم ملاتړ کوی او د هغه د جنایتونو شریک بلل کیږی . د لویدیځ چوپتیا او ملاتړ د صیهونیسټ رژیم د جنایتونو د دوام لپاره مهم عامل بلل کیږی . ولید القططی په دې اړه وویل استعماری لویدیځ د اسراییلو د جالی رژیم د جوړیدا تر پردې شا رول درلودلی دې او سپیره جنایت په فلطینی ټاټوبی کې هماغه راز دوام لری . د دغه جنایت د دوام مسولیت د نړیوالې ټولنې پرغاړه دې چی د اسلامی ، عربی او فلسطینی ټاټوبی د نیواک اجازه یې ورکړه .