د ۲۰۰۰ کال بریالیتوب د لبنان ستر بریالیتوب و
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i116444-د_۲۰۰۰_کال_بریالیتوب_د_لبنان_ستر_بریالیتوب_و
ایرنا خبري اژانس وايي د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر سید حسن نصر الله بیګا په اسرائیلو باندې بریالیتوب د «یوم الله» یوه ورځ وبلله او ویې ویل هغه بریا چې حزب الله په دوه زرم میلادي کال کښې لاس ته راوړه د لبنان د اوسمهاله تاریخ تر ټولو ستره بریا ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2022 01:10 Asia/Kabul
  • د ۲۰۰۰ کال بریالیتوب د لبنان ستر بریالیتوب و

ایرنا خبري اژانس وايي د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر سید حسن نصر الله بیګا په اسرائیلو باندې بریالیتوب د «یوم الله» یوه ورځ وبلله او ویې ویل هغه بریا چې حزب الله په دوه زرم میلادي کال کښې لاس ته راوړه د لبنان د اوسمهاله تاریخ تر ټولو ستره بریا ده.

د لبنان د  حزب الله غورځنګ مقاومت د دوه زرم میلادي کال د مي د میاشتې په پینځویشتمه نیټه صهیونیسټ رژیم له اتلس کلونو وروسته د لبنان له جنوب څخه شاتګ ته مجبوره کړ.

دغه ورځ په لبنان کښې د مقاومت د اختر نوم او د ازادۍ لقب ترلاسه کړی دی.

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله د صهیونیسټ رژیم له منګولو د لبنان د ازادولو د کلیزې او د مقاومت د ورځې په مناسبت په یوې وینا کښې د هغو ټولو کسانو چې له اخلاص سره سم په دغه لاره کښې یې خپل ژوند ورکړ قدرونه وکړه او ویې ویل د دوه زرم میلادي کال بریالیتوب د صهیونیسټ رژيم د ماتي د نه خوړلو ادعا غلطه ثابته کړه او د ستر اسرائیل پلان یې شنډ کړ او د فلسطین خلکو ته یې د خپلو ټاټوبو د ازادولو لپاره دوباره هیله ورکړه.

هغه د ایران د اسلامي جمهوریت د قدرونې او مننې په ترڅ کښې وویل تهران د مقاومت د ملاتړ لپاره هر ډول هڅه کړي ده.

حسن نصر الله دغه راز د مقاومت د جبهې د هدفونو پرمخ بیولو کښې د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني رول ډیر مهم وجاجوه.