صهیونیستي ځواکونو یو فلسطینی زلمی په ډزو ووژل
د صهیونیستي رژیم وحشي ځواکونو په بیت الحم کې یو ۱۴ فلسطیني زلمي په ډزو سره په شهادت ورساوه.
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چي یو فلسطینی ۱۴ کلن زلمی د بیت الحم په سیمه کې د صهیونیستي ځواکونو په ډزو په شهادت ورسېدل.
اسرائیلي ځواکونه او د ښارګوټو صهیونیستي اوسېدونکي هر ه ورځ په مختلفو پلمو سره، فلسطینیانو ته مرګژوبله اړوي خو دې سره سره، د امریکې او اروپایي هیوادونو په شمول نړیواله ټولنه د اسرائیل د رژیم په جنایاتو سترګې پټي کړي دي.
۳۰ کاله کیږي چي صهیونیستان د بیرغ تر عنوان لاندې په نیواکي قدس کې لاریون تر سره کوي او د اسرائیل د بیرغ په اوچتولو سره، د فلسطینیانو او د مسلمانانو په ضد شعارونه ورکوي.
صهیونیستي چارواکو اعلان کړي چي د روان میلادي میاشتي په پای کې به یو ځلي بیا په قدس شریف کې د فلسطینیانو په ضد د بیرغ لاریون تر سره شي.
خو په مقابل لوري کي د فلسطیني مقاومت ډلو خبرداری ورکړی چي د لاریون په ترڅ کې به صهیونیستانو ته د الاقصی جومات د سپکاوی اجازه ور نه کړي او هر ډول پاروونکی اقدام به د جګړې اور بل کړي.