سازباز کوونکي د اسرائیلو رژیم په جنایت کښې شریک دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i116620-سازباز_کوونکي_د_اسرائیلو_رژیم_په_جنایت_کښې_شریک_دي
تسنیم خبري اژانس وايي د لبنان د حزب الله غورځنګ یوه مسوول د عربو سازباز کوونکي رژيمونه د قدس او د الاقصی جومات پرضد د صهیونیسټ نیواکګرانو په جنایتونو کښې شریک وبلل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2022 08:21 Asia/Kabul
  • سازباز کوونکي د اسرائیلو رژیم په جنایت کښې شریک دي

تسنیم خبري اژانس وايي د لبنان د حزب الله غورځنګ یوه مسوول د عربو سازباز کوونکي رژيمونه د قدس او د الاقصی جومات پرضد د صهیونیسټ نیواکګرانو په جنایتونو کښې شریک وبلل.

د لبنان په پارلمان کښې مقاومت ته د وفادارۍ د فراکسیون مشر محمد رعد دې ته په اشارې سره چې عربو سازباز کوونکي رژیمونه په خپل خیانت سره د الاقصی جومات او د قدس پرضد د نیواکګرانو په جنایتونو کښې شریک دي ټینګار وکړ مقاومت د فلسطین د ایډیل او د ملت حقیقي ملاتړی دی.

هغه وویل مونږ د لبنان چارې د ملي ګټو پراساس مدیریت کوو او د دفاعي سیاستونو له لارې فیصلې ترسره کوو؛ د هغو سیاستونو او  دیکتو له لارې نه چې د امریکا حکومت یې ټاکي.

د لبنان د حزب الله دغه چارواکي ټینګار وکړ لبنان له هغو کسانو سره د مقابلې لپاره چې په خلکو او مقاومت ډلو یې ګوزار پیل کړی دی اوږده لاره کچ کړي ده او په راتلونکي مرحلې کښې هم باید په پارلمان ،حکومت او ټولو ټولنیزو ادارو کښې هم ډیره هڅه وکړي چې وکولای شي د خلکو د ژوند شرایط ښه شي.

هغه وویل په ټولو اقتصادي کړکیچونو کښې د سختیانو وخت ختم شو او امریکا او نور هیوادونه چې په لبنان کښې د خپلو سیاستونو په بریالیتوب باندې یې حساب خلاص کړی وو ناهیله شول.