حماس په سوریې باندې د صهیونیستانو د یرغل غندنه وکړه
د حماس د غورځنګ ویاند د یوې بیانیې په صادرولو په سوریې باندې د صهیونیستي رژیم دوامداره بریدونه او په دې هیواد کې د ملکي اهدافو په نښه کېدا په کلکو ټکو وغانده.
تیره ورځ هم د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو د سوریې په پلازمینې دمشق او د دې هیواد په نړیوال هوایي ډګر باندې توغندی وتوغولې چي د سوریې د هوایي ضد دفاعي سیسټم ورسره مقابله وکړه.
د حماس د غورځنګ ویاند حازم قاسم نن د یوې بیانیې په صادرولو سره، وویل: د سوریې په خاوره باندې د صهیونیستي رژیم دوامداره یرغل په سیمه کې د اسرائیل د رژیم د غیرقانوني او حشیانه کړچارو ښودنه کوي.
حازم قاسم په سوریې باندې د اسرائیلو پرلپسې بریدونو ته په اشارې سره، له صهیونیستي رژېم سره د ځینو هیوادونو د اړیکو رغېدا وغندله او دغه بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف وباله چی د صهیونیستي رژیم په روزمره کړچار بدل شوی دی.
د یادونې وړه ده چي د اسرائیل د تیري ورځې په بریدونو کې یو ملکی وګړی ژوبل شوی او د سوریې په نړیوال هوایي ډګر کې فعالیتونه بند شوي دي.