د فلسطین د مسلې حل کیدل د امنیت کلید ده
ایرنا خبري اژانس وايي د فلسطین خارجه وزارت وویل د فلسطین د موضوع په عادلانه ډول حل کول د سیمې د امنیت ، ثبات او د رونق کلید ده.
د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوې خبر پاڼه کښې وویل په سیمه کښې د ځان لپاره د ځاې د رامینځته کولو لپاره د فلسطین د موضوع د له مینځه وړلو لپاره د صهیونیسټ رژیم سیاستونه له ماتي سره مخامخ کیږي.
د فلسطین د خارجه وزارت په بیانیې کښې ویل وي دي د فلسطین موضوع باید په عادلانه ډول او د نړیوالو تړونونو پراساس حل شي ګني کړکیچ اوږدیږي او زیاته بې ثباتۍ رامینځته کيږي.
د فلسطین خارجه وزارت د امریکا حکومت او نړیواله ټولنه د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر له سرزورو سیاستونو او دریځونو سره له ملګرتیا کولو منع کړه او زیاته یې کړه د اسرائیلو د نیواکګر رژيم د لومړي وزیر نفتالي بنت وینا د پیړۍ د معاملې د مادو ناوړه تکرار دی.
د فلسطین خارجه وزارت مخکې هم ویلي وو چې نړیواله ټولنه او امریکا د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې په چپتیا سره د اسرائیلو ساتنه کوي.