په یمن کې د اوربند تمدیدیدا لومړنی ګام دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i117430-په_یمن_کې_د_اوربند_تمدیدیدا_لومړنی_ګام_دی
 هانس ګوندبرګ د اوربند لپاره د بیامشخص شوي وخت له ختمیدا وروسته ووئیل،چې په یمن کې ښکیل لوري،د اصلی موافقې له هماغو مخکینیو شرطونو سره پخلاشوي دی او اوربند دوو نورو میاشتو لپاره تمدیدیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2022 11:24 Asia/Kabul
  • په یمن کې د اوربند تمدیدیدا لومړنی ګام دی

 هانس ګوندبرګ د اوربند لپاره د بیامشخص شوي وخت له ختمیدا وروسته ووئیل،چې په یمن کې ښکیل لوري،د اصلی موافقې له هماغو مخکینیو شرطونو سره پخلاشوي دی او اوربند دوو نورو میاشتو لپاره تمدیدیږي.

 

د یمن په چارو کې د ملګروملتو ځانګړی استازي  ددې خبرې په کولو سره چې اوربند د سیاسی حل لارې لپاره  دخبرواترو امکان برابروي ،روښانه کړې ده،په یمن کې د اوربند تمدیدیدا ،د سولې د لاجامعې  موافقې  په لور  لومړنی ګام دی .

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی، د یمن په چارو کې د ملګروملتو ځانګړي استازي هانس ګروندبرګ، د روانې میاشتې له دوهمې نیټې راهسې ،په یمن کې د  دوه میاشتني اوربند د پيلیدا او د سمندری ،مځکنيو او هوائي پوځي حملو دریدا او الحدیده بندر ته د سونګو د وړونکو اتلسو کشتیو د ورتلو آسانتیاؤ او دغه راز صنعا هوائي ډګر ته او باالعکس له مشخصو ځایونو څخه د اونیزو الوتونو د اجازت  د ورکولو خبر ورکړی .

 هانس ګوندبرګ د اوربند لپاره د بیامشخص شوي وخت له ختمیدا وروسته ووئیل،چې په یمن کې ښکیل لوري،د اصلی موافقې له هماغو مخکینیو شرطونو سره پخلاشوي دی او اوربند دوو نورو میاشتو لپاره تمدیدیږي.

هانس ګرونډبرګ په یولړڅرګندونو کې ووئیل،په یمن کې د دوه میاشتنی اوربند تمیدیدیدا خلکو ته دا هیله ورکړې چې په دغه هیواد کې حالات عادي وضعیّت ته وګرځي .هغه هیله ښودلې چې  خبرې اترې پکار ده ، یوازې د صنعاء هوائي ډګر پرانیستو ته محدودې نه شي .