په لویدیځې غاړې کښې یو فلسطیني ځوان شهید کړی شو
Jun 20, 2022 06:39 Asia/Kabul
د صهیونیسټي رژیم پوځیانو د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې یو فلسطینی په ډزو شهید کړ
د احمد سلیم غانم په نامه د نابلس یو اوسیدونکی پرون هغه وخت چې په لویدیځې غاړې کښې یې له حائل دیواله د اوړیدو هڅه کوله، د صهیونیسټي پوځیانو د ډزو هدف وګرځیده او شهید شو.
تیره جمعه هم د لویدیځې غاړې د شمال په جنین کښې درې فلسطینیان د صهیونیسټي پوځیانو په ډزو شهیدان شول.
د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په دې خبرې سره چې فلسطیني شهیدانو تل له فلسطین، قدس او مسجدالاقصی څخه د دفاع په لاره تګ کړی او د مقاومت لاره یې غوره کړې ده، څرګنده کړه: د شهیدانو لاره به هم دغه شان دوام ولري.
ټیګونه