د عراق یو وحشي داعشی جنایتکار ونیول شو
د عراق الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک په یوې اعلامیې کې ووئيل ، ددغه هیواد سپایکر پوځي پوهنځي د غمیزې یو اصلي جنایتکار وحشي داعشی ئې وینوۀ .
دعراق سپایکر پوځي ښونځي جنایت د ۲۰۱۴کال دجون په څوارلسمه نیټه دداعشي وحشي ترهه ګرو قصابانو په لاس په عراق کې د دغې وحشي ډلې دشتون یوې تر ټولو بوږنونکي صحنې په توګه حسابیږي ، چې لیرې ښکاري تر کلونو کلونوپورې ددغه هیواد دخلکو له حافظې پاکه شي .
په دغې بوږنونکي پیښې کې چې تر څو ورځو پورې اوږده شوي ، د سپایکر پوځي پوهنځي ځيني محصیلین په تښتې کې بریالي شول خو کابو یو زر اوه سوه پوځي محصیلین ونیول او وحشي داعشیانو په لاس یو یو په ډزو سره ووژل شول او ددغو زیاتره شهیدانو جنازې هم سین ت غورځول شوي چې د زیاترو جنازې نه دي موندل شوي او اوس هم وخت په وخت په دجله سین کې دسپایکر د پيښې سره اړونده د مړو ځیني نښې موندل کیږي .
بغداد الیوم خبری سایټ راپور ورکړی ، الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک په یوې اعلامیې کې د ضرغام ابو حیدر په نامې سره دهغه وحشي داعشي د نیولو خبر ورکړی ، چې په دغه جنایت کې ئې مهم رول درلودلی اوپه وحشي قصاب مشهور دی .
د الحشد الشعبی ځواک په اعلامیې کې راغلي دي ، ابوحیدر په پلټنو کې اعتراف کړی دی چې دسپایکر دجنایت له قربانیانو ئې شپږ سوه کسان شهیدان کړي دي . دهغه په موبایل ټيلیفون کې تر دې دمه د سپایکر جنایت ځیني ویډیو ګانې موجودې دي چې په عامو وژلو کې د ابوحیدر جنایتونه ثابتوي .
دغه وحشي ترهه ګر داعشي همداراز دالحشد الشعبي ځواک ته د سپایکر د غمیزې ځيني ډله ایز قبرونه هم ورښودلي دي چې تر دې دمه کشف شوي نه وو .
درې کاله مخکې د عراق دترهه ګرو ډلو دچارو یوه کارپوه هشام الهاشمي ته د داعش درو سرغنو وئيلی وو ،چې د عامو وژلو فرمان ، په ابومعتز القرشي مشهور ابو مسلم الترکماني نومې یو کس صادر کړی او دهغه حکم هم له یوسل پنځوسو تر دوو سووپورې داعشي وحشیانو اجرا کړی دی .ددغو درو داعشی جنایتکارو سرغنو په وینا، له البغدادی سره نزدې دسپایکر جنایت دهغه ویرې اوحشت خوریدا په معنا ؤ چې بغداد ته درسیدا لپاره لازم ووڅو ترسره شي او ابوبکر البغدادي هم ددغه شان بوږنونکي جنایت له ترسره کیدا سره ګروهنه درلوده .