د حزب الله الوتکو ثابته کړه چې لبنان قدرتمن دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i118314-د_حزب_الله_الوتکو_ثابته_کړه_چې_لبنان_قدرتمن_دی
زمونږ خبریال وايي د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړي شیخ نبیل قاووق وویل د دغه غورځنګ لومړیتوب د خلکو د خدمت کولو لپاره د حکومت جوړول او د خلکو د اقتصادي مشکلاتو او د کړاو او دردونو کمول دي خو د ځینو ډلو لومړیتوب بیا د سیاسي حساب تسویه کول دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2022 00:25 Asia/Kabul
  • د حزب الله الوتکو ثابته کړه چې لبنان قدرتمن دی

زمونږ خبریال وايي د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړي شیخ نبیل قاووق وویل د دغه غورځنګ لومړیتوب د خلکو د خدمت کولو لپاره د حکومت جوړول او د خلکو د اقتصادي مشکلاتو او د کړاو او دردونو کمول دي خو د ځینو ډلو لومړیتوب بیا د سیاسي حساب تسویه کول دي.

د لبنان حزب الله غورځنګ پرون وویل د دغه غورځنګ دریو بې پایلوټه الوتکو د کاریش میدان په لانجې وړ سیمه کښې خپل ماموریت په بریالیتوب سره ترسره کړ.

 د دغو دریو بې پایلوته الوتکو ماموریت د جاسوسۍ عملیات وو او د نظر وړ ماموریت ترسره شو او صهونیسټ رژيم ته پیغام هم ورسید.

د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړي شیخ نبیل قاووق پرون وویل حزب الله د نړۍ خلکو ته د لبنان ، د مقاومت او د عزت تر ټولو ښه او واضح انځور وړاندي کوي او دا په داسې حال کښې دي چې د سفارتونو پلویان ذلت ته په غاړه کیښودلو او پردیو سفیرانو ته په تسلیمیدا سره د نړۍ خلکو ته د لبنان تر ټولو بده څيره ورښيي او د دغو دوو چارو ترمینځ ډیر تفاوت شته.

هغه وویل هغو بې پایلوټه الوتکو چې حزب الله غورځنګ کاریش سیمې ته واستولې ثابته کړه لبنان قدرتمن دی او د خپلو شتمینو ساتنه کولای شي.

شیخ نبیل قاووق ټینګار وکړ د مقاومت ډلې اقدامات د لبنان د خلکو د خدمت کولو لپاره دي او دا په داسې حال کښې دي چې ځینې کسان داسې دریځونه غوره کوي چې هغه د خارجي هیوادونو د سفارتونو د خدمت کولو لپاره دي او حزب الله غورځنګ د دوښمن په مقابل کښې دفاعي دریځ غوره کړی خو ځینو کسانو داسی دریځ غوره کړی چې دوښمن یې خوشحاله کړی دی.

د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړي شیخ نبیل قاووق وویل سعودي عربستان د اسرائیلو رژیم ته په نږدې کیدا سره له شا څخه په اسلامي او عربي امت ګوزار کوي او هغه د لبنان د سوریې او د فلسطین لپاره نیغ په نیغه ګواښ ګڼل کیږي.