عربستان د یمن پرضد تیریو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i118318-عربستان_د_یمن_پرضد_تیریو_ته_دوام_ورکړی
سبا نیټ خبري اژانس راپور ورکړی د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف یوځل بیا په یمن کښې د اووربند خلاف ورزۍ وکړه او د صعده ولایت په لویدیځ کښې په « شدا» سرحدي ولسوالۍ یې بریدونه وکړل.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 11, 2022 05:20 Asia/Kabul
  • عربستان د یمن پرضد تیریو ته دوام ورکړی

سبا نیټ خبري اژانس راپور ورکړی د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف یوځل بیا په یمن کښې د اووربند خلاف ورزۍ وکړه او د صعده ولایت په لویدیځ کښې په « شدا» سرحدي ولسوالۍ یې بریدونه وکړل.

د یمن د صعده ولایت په شدا ولسوالۍ باندې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف د توپونو په پرونیو ډزو کښې اولس ملکي وګړي مړه او ژوبل شوي دي.

امنیتي سرچینو ویلي دي چې اکثره ژوبل شوي کسان مرګي حاله دي او هغوې د یمن په شمال کښې د صعده ولایت په لویدیځ کښې رازح روغتون ته انتقال کړی شوي دي.

په یمن باندې د سعودي عربستان دغه حملې په داسې حال کښې کیږي چې د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو استازي هانس ګرانډبرګ تیره میاشت په یمن کښې اووربند د دوو نورو میاشتو لپاره تمدید کړی و.

په یمن کښې د سعودي عربستان په جنګ غوښتنې او حملو کښې تراوسه څه د پاسه شپاړس زره بې ګناه خلک وژل شوي او په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي.