د ریاض غونډه د سیمي او دعراق ولس ګواښي
ټاکل شوې ده ، د امریکا ولسمشر جوزف بايډن نن ریاض ته سفر وکړي اوله ځینو عربو مشرانو سره په لیدوکاتو کې دسیمې په اړه سازباز وکړي چې دډیرو په اند سیمه به نوره هم له ترینګلتیاؤ سره مخ کړي .
د عراق د مسلمانو عالمانو دټولنې مشرددې خبرې په کولو سره د ریاض غونډه دعراق څلویښت میلیون خلک ګواښي ، ددغې ناستې د ارزونې لپاره ئې د عراق د پارلیمان بیړنۍ غونډې دجوړیدا غوښته وکړه .
ټاکل شوې ده ، د امریکا ولسمشر جوزف بايډن نن ریاض ته سفر وکړي اوله ځینو عربو مشرانو سره په لیدوکاتو کې دسیمې په اړه سازباز وکړي چې دډیرو په اند سیمه به نوره هم له ترینګلتیاؤ سره مخ کړي .
د عراق د مسلمانو عالمانو د شورا مشر جبارالمعموري په یولړ څرګندون کې ووئیل ، دعراق په پارلیمان کې ملی ځواک باید د ریاض کنفرانس د پایلو د ارزونې لپاره چې د عراق د څلویښت میلیوني ولس د امنیت د ګواښ لپاره یو عامل حسابیږي،بیړنۍ غونډه جوړه کړي .
المعموري زیاته کړې ده ، دریاض غونډه یوه مشکوکه ایجنډا لری چې په لوړمۍ درجې کې چې د عراق په شمول په سیمې کې د مقاومت ، تشکیلان او رهبران ئې په نښه کوي ، ځکه عراق له غاصب صهیونیسټي رژيم سره دعربو هیوادونو د اړیکو د عادي کولو لپاره د امریکا دپلان کلک مخالف دی .
دعراق د مسلمانو عالمانو د اتحادئې مشر ټينګار کړی ، دعراق دمسلمانو عالمانو اتحادیه د ریاض په هغې مشکوکې ناستې کې دبغداد دحکومت په ګډون په اعتراض کې چې ایجنډا ئې د منځني ختیځ او عراق نیغ په نیغه بې ثباته کول دي ، د سوله ایزو مظاهرو غوښته کړې ده .