عربستان د صهیونیسټانو دهوائي الوتونو په وړاندې خپله فضا پرانیسته
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i118494-عربستان_د_صهیونیسټانو_دهوائي_الوتونو_په_وړاندې_خپله_فضا_پرانیسته
په حقیقت کې د صهیونیسټ رژيم  په وسیله د سرۀ سمندر د  دوو سټراټژيکو ټاپوګانو  په باب  د موافقې  د مادو  تصویبیدا او کلنګ ورکولو ، له صهیونیسټي رژيم سره  داړیکو دعادي کولو لپاره د ګامونو پورته کولو په باب دسعودي عربستان لپاره لاره هواره کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 15, 2022 11:18 Asia/Kabul
  • عربستان د صهیونیسټانو دهوائي الوتونو په وړاندې خپله فضا پرانیسته

په حقیقت کې د صهیونیسټ رژيم  په وسیله د سرۀ سمندر د  دوو سټراټژيکو ټاپوګانو  په باب  د موافقې  د مادو  تصویبیدا او کلنګ ورکولو ، له صهیونیسټي رژيم سره  داړیکو دعادي کولو لپاره د ګامونو پورته کولو په باب دسعودي عربستان لپاره لاره هواره کړه .

فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، صهیونیسټي رژيم  پرون د سرۀ سمندر د دوو سټراټژيکو ټاپوګانو  په باب د موافقې ځیني مادې تصویب کړې او  په حقیقت کې ئې  په دغه کلنګ ورکولو سره ، له تل ابیب سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د ځینو ګامونو په اوچتولو په خاطر د سعودي عربستان لپاره  لاره پرانیستله .

په راپور کې وئيل شوي دي ،  د صهیونیسټ رژيم په دغه اقدام پسې سعودي عربستان هم  خپلې درستې فضائي لارې   د درستو ټرانسپورټي چارو پر ټولو هوائي الوتونو خلاصې کړي دي .

د سعودي عربستان  ددغې فیصلې  یو مهم اړخ  دا دی چې  له دې وروسته به د صهیونیسټ رژيم  الوتکو ته  اجازت وي ، چې  د هند او چین په لور دې د الوت لپاره  دعربستان له فضا  استفاده وکړي .

په حقیقت کې د صهیونیسټ رژيم  په وسیله د سرۀ سمندر د  دوو سټراټژيکو ټاپوګانو  په باب  د موافقې  د مادو  تصویبیدا او کلنګ ورکولو ، له صهیونیسټي رژيم سره  داړیکو دعادي کولو لپاره د ګامونو پورته کولو په باب دسعودي عربستان لپاره لاره هواره کړه .

دکیمپ ډیویډ  دموافقې په اساس ، مصر ژمن شوی چې تیران اوصنافیر ټاپوګان خالی کړي او په دغو ټاپوګانو کې  د امریکا په قوماندانۍ سره د نړیوالو څارونکو  ددیره کولو په باب دې د تل ابیب  له غوښتې سره موافقه وکړي .

 سعودي عربستان  ددغو دوو ټاپوګانو  کنټرول  چې  العقبه او ایلات بندرونو ته د واریدیدو دروازه دي ، په ۱۹۵۰کال کې  مصر ته  وسپارۀ. اوس درې  اړخیزې مشورې روانې دي چې  ددغو ټاپوګانو مالکیّت  بیرته سعودي عربستان ته  وسپارل شي .