شهادت غواړي عملیات د قدس د نیواکګرو دجنایتونوپه ځواب کې دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i118688-شهادت_غواړي_عملیات_د_قدس_د_نیواکګرو_دجنایتونوپه_ځواب_کې_دي
د مقدساتو ددفاع لپاره دغه انقلاب او  مبارزه ،  به ، خ پلو موخو ،یعني د قدس  تر آزادۍ  او  خپل وطن ته تر بیرته ستنیدا پورې  په څير موخو ته د فلسطین د  خلکو تر رسیدا پورې  دوام او پراختیاومومي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 20, 2022 01:53 Asia/Kabul
  •  شهادت غواړي عملیات د قدس د نیواکګرو دجنایتونوپه ځواب کې دي

د مقدساتو ددفاع لپاره دغه انقلاب او  مبارزه ،  به ، خ پلو موخو ،یعني د قدس  تر آزادۍ  او  خپل وطن ته تر بیرته ستنیدا پورې  په څير موخو ته د فلسطین د  خلکو تر رسیدا پورې  دوام او پراختیاومومي .

 د  فلسطین د  اسلامی مقاومت غورځنګ حماس ویندوي  حازم قاسم  پرون  په یولړ څرګندونو کې ووئيل ،  د فلسطنیانو  شهادت غواړي عملیات  ښئې  چې په قدس ښار ، داردن سین په لویدیځي غاړې  کې د  مقاومت د فعالیتونو ددرولو لپاره دصهیونیسټي رژيم درستې هلې ځلې ناکامه شوي دي .  \

یوه فلسطیني ښاریز پرون  دقدس په شمال ختیځ کې  په راموت ښارګوټي کې پر یوه صهیونیسټي برید وکړ چې سخت ئې ټپي کړی دی .

 قاسم  روښانه کړې ده ، د مقدساتو ددفاع لپاره دغه انقلاب او  مبارزه ،  به ، خ پلو موخو ،یعني د قدس  تر آزادۍ  او  خپل وطن ته تر بیرته ستنیدا پورې  په څير موخو ته د فلسطین د  خلکو تر رسیدا پورې  دوام او پراختیاومومي .

فلسطینیو مبارزو ډلو  له دې مخکې  په لویدیځي غاړې کې د صهیونیسټي رژيم   جنایتونو ته غبرګون ښودلی او  اعلان  ئې کړی ؤ ،وسلوال مقاومت  یوازینې ټاکنه ده چې  وحشي او تیریګر رژيم په نیواکي ټاټوبو  کې د فلسطینیو ښاریزو په ضد  دجنایتونو له دوامه  وغړوي .