عراق د ترکیې پوځي تیریو ته د ځواب ورکولو حق لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i118732-عراق_د_ترکیې_پوځي_تیریو_ته_د_ځواب_ورکولو_حق_لري
فارس خبري اژانس وايي د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي په کردستان سیمې باندې د ترکیې د پوځ حملې ته په غبرګون کښې وویل عراق د ترکیې تیریو ته په ځواب ویلو کښې خپل بشپړه حق خوندي ګڼي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2022 00:22 Asia/Kabul
  • عراق د ترکیې پوځي تیریو ته د ځواب ورکولو حق لري

فارس خبري اژانس وايي د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي په کردستان سیمې باندې د ترکیې د پوځ حملې ته په غبرګون کښې وویل عراق د ترکیې تیریو ته په ځواب ویلو کښې خپل بشپړه حق خوندي ګڼي.

د عراق خبري سرچینو پرون د هیواد په شمال باندې د ترکیې د پوځ د توپونو د حملې او د عراق په کردستان سیمه کښې په یوه تفریح ځاې باندې د  توپ د یوې ګولې د لګیدا او د اتو کسانو د وژل کیدا او د درویشتو نورو د ژوبلیدا خبر ورکړ.

د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي پرون د عراق په شمال باندې د ترکیې د توپونو حملې ته غبرګون وښود.

هغه وویل د ترکیې دغه ظالمانه تیری ثابتوي چې ترکیه د عراق د خاورې پرضد د پوځي کارړنګونو د بندولو او د عراق د خلکو ژوند ته د اهمیت د ورکولو په هکله د عراق پرله پسې غوښتنو ته هیڅ پام نه کوي.

ترکیه په عراق ، سوریې او قفقاز سیمه کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې کوي.