سعودي ائيتلاف به ډير زر د ګند ټوکرۍ ته وسپارل شي
د یمن دملی نجات حکومت دفاع وزیر ووئيل، د سعودي ائيتلاف داسې یوې لارې ته دوام ورکوي،چې پاي ئې نامشخص دی او دتاریخ دګند له ټوکرۍ سره یو ځاي شي.
المسیره خبری چینل راپور ورکړ ، د یمن د ملی نجات حکومت دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي پرون مازدیګر دا لجوف ولایت دعملیاتو جبهو دلیدو په وخت ووئيل، اوس دیمن وسلوال ځواک له بل هروخته زیات،مخه نیونکي او سټراټژيکې وسلې او دقدرت درست تجهیزات او وسایل په اختیار کې لري.
دیمن دغه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې هرهغه لاس به چې دیمن دخاورې په لوروغزیږي ،غوڅ کړي، ووئیل؛هغه وخت چې سعودي دښمن ګمان کاوۀ، الجوف ولایت ئې له خپل ټاټوبی سره یو ځای کړی، پاي ته رسیدلی دی،چا چې الجوف ولایت دین له جغرافیا سره بیرته یو ځای کړ،دیمن درسته خاوره اوټاټوبی بیرته اخستلی شي او دیمن پر درست ټاټوبی دملی حاکمیّت په سر هیڅ بحث وجود نه لري او په دې اړه له هیچا سره خبرې اترې نه کوو.
داپه داسې حال کې دي چې دملګروملتو په مشورو پسې دیمن اور بند دجون په دوهمه نیټه د دوو ن ورو میاشتو لپاره تمدید شوی،خو سعودي ائیتلاف ئې هره ورځ خلاف ورزي کوي چې د یمن والو صبر هم نور بیا په ختمیدا دی .