تیریګر صهیونیسټان له هر پلوه کلابند شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i119332-تیریګر_صهیونیسټان_له_هر_پلوه_کلابند_شوي_دي
صهیونیسټي تیریګر له هر پلوه  کلابند شوي  او سربدلاه شوي دي او لار ترې ورکه شوې ده ،دا مقاومتي چورلیز دی چې په هر محاذ کې دښمن ته درنده څپیړه ورکولی شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2022 08:35 Asia/Kabul
  • تیریګر صهیونیسټان له هر پلوه کلابند شوي دي

صهیونیسټي تیریګر له هر پلوه  کلابند شوي  او سربدلاه شوي دي او لار ترې ورکه شوې ده ،دا مقاومتي چورلیز دی چې په هر محاذ کې دښمن ته درنده څپیړه ورکولی شي .

زمونږخبریال راپور راکړ، د فلسطین د اسلامی جهاد  غورځنګ عمومی منشي زیاد نخاله  پرون ناوخته په نړیوالو چارو کې د اسلامی انقلاب دستر لارښود له سلاکار علی اکبر ولایتي سره په کتنې کې  د فلسطین  د ولس له آئيډیالونو څخه د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود  دلارښونو په قدرونې سره  ووئيل ، ایران تل  لا پیاوړی او  قدرتمند دی  او  اوسنی مقاومت هم  له بل هروخته زیات قدرتمن شوی دی .

 هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې  د فلسطین په داخل کې  هم حالات تر مخکې ډير ښه دي ووئيل،  نن سبا دا سلامی جهاد غورځنګ دمقاومت په حوزې کې په ټولو دریځونو کې  ښه وضعیّت لري  او  د دښمنانو له ډيرو زیاتو هڅو سره سره ، مقاومت په هرډګر کې  لا پیاوړی شوی دی .

هغه په عین حال کې ووئيل،صهیونیسټي تیریګر له هر پلوه  کلابند شوي  او سربدلاه شوي دي او لار ترې ورکه شوې ده ،دا مقاومتي چورلیز دی چې په هر محاذ کې دښمن ته درنده څپیړه ورکولی شي .