د صهیونیسټي رژيم دجنایتونو ددوام مخه دې ونیول شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i119334-د_صهیونیسټي_رژيم_دجنایتونو_ددوام_مخه_دې_ونیول_شي
د فلسطین د ملت په ضد د صهیونیسټي تیریګر رژيم د جنګ د وزیر بنی ګانټز پشمول  د نورو صهیونیسټي چارواکو  ګواښونه دمنلو وړ نه دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2022 08:58 Asia/Kabul
  •   د صهیونیسټي رژيم دجنایتونو ددوام مخه دې ونیول شي

د فلسطین د ملت په ضد د صهیونیسټي تیریګر رژيم د جنګ د وزیر بنی ګانټز پشمول  د نورو صهیونیسټي چارواکو  ګواښونه دمنلو وړ نه دي.

د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیّه په لویدیځي آسیا سیمې کې د ملګروملتو دسولې غږملونکي سره په ټیلیفوني خبرو کې  ووئيل ، باید د فلسطین دملت په ضد د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو د دوام مخه ونیول شي.

زمونږخبریال راپور راکړ، اسماعیل هنیّه په لویدیځي آسیاسیمې کې   د ملګروملتو د سولې له غږملونکي تور وینسلنډ سره په تماس کې  ووئيل ودصهیونیسټي رژية  تیري به،په غزې تړانګې او د اردن سین په لویدیځي غاړې کې انساني حالات نوره هم ترینګلي کړي.

 هنیّه روښانه کړې ده،د فلسطین د ملت په ضد د صهیونیسټي تیریګر رژيم د جنګ د وزیر بنی ګانټز پشمول  د نورو صهیونیسټي چارواکو  ګواښونه دمنلو وړ نه دي.