عربستان یوه شیعه فعاله میرمنه په ۳۴ کاله بند محکومه کړه
Aug 16, 2022 03:42 Asia/Kabul
یو حقوقي سازمان د عربستان د چارواکو له خوا په څلور دیرش کاله بند د یوې شیعه فعالې میرمنې د محکومیدو خبر ورکړی
په واشنګټن کښې د (آزادۍ نوښت) په نامه حقوقي ادارې ایشوا کړه چې پّ سعودي عربستان کښې یوې محکمې د بشري حقوقو په لړ کښې یوې فعالې میرمنې سلمی الشهاب ته د ۳۴ کاله قید سزا اورولې ده.
د دغه سازمان د رپورټ له مخې سلمی الشهاب تیر کال عربستان ته د سفر پر مهال نیول شوې ده.
هغې له نیول کیدو مخکښې د فلسطین له مسئلې او په عربستان کښې د ښځو له حقوقو د ملاتړ په لړ کښې یوشمیر ټویټونه خپاره کړي وو.
د بشري حقوقو دغې فعالې څوڅو وارې په سعودي عربستان کښې د سیاسي بندیانو د آزادۍ غوښتنه کړې وه.
ټیګونه