قدس او الاقصی جومات له ډيرو سختو شرائطو سره مخ دي
د بیت المقدس ښار د اسلامی فلسطینی هویّت د اصلي سمبول په توګه الاقصی جومات تل دقدس د نیواکګررژيم د ویجاړونکو اقداماتو په نښه شوی دی.
د مسجدالاقصی خطیب په دې په ټینګار سره چې الاقصی جومات او نیواکي بیت المقدس ښار له ډيرو سختو شرائطو سره مخ شوي دي،ووئیل،په دغه جومات کې د اور لمبې تردې دمه غلي شوي نه دي.
د بیت المقدس ښار د اسلامی فلسطینی هویّت د اصلي سمبول په توګه الاقصی جومات تل دقدس د نیواکګررژيم د ویجاړونکو اقداماتو په نښه شوی دی.
د فلسطین اطلاع رسونې ادارې راپور ورکړی،د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه صبري د الاقصی جومات دسوځولو د درې پنځوسمې کلیزې په مناسبت په یولړڅرګندونو کې ووئيل د الاقصی جومات په ضد اور،د فلسطینیانو دمځکو دمصادره کولو،دیهودي کولو، د فلسطنیو ښآریزو دکوچولو او د وحشي ډوله صهیونیسټي مسئولانو په توکمپالو اقداماتو او د صهیونیست میشته ښارګوټو د اوسیدونکو په دوامدارو یرغلونو سره هماغه شان لمبې پورته کوي.
شیخ عکرمه صبري په دې خبرې په ټينګار سره چې دقدس او الاقصی جومات د فاع ، دهر یو ه مسلمان دنده ده ووئیل،دغه مقدس اسلامی ځاي به یوازې د خداي په لاره کې په جهاد او هڅې سره آزاد شي.
دالاقصی جومات خطیب،د بیت المقدس د ښاریزو دملاتړ او دامت په بچیانو او ځوانانو کې د فلسطین د موضوعد ژوندئ ساتلو او دغه راز د قدس او الاقصی جومات په باب اسلامی امت ته د حقایقو د ښودلو او د پوهولو غوښته وکړه.