صهیونیسټي رژيم د ابراهیمي حرم د بندولو فیصله کړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i120102-صهیونیسټي_رژيم_د_ابراهیمي_حرم_د_بندولو_فیصله_کړې
د صهیونیسټي رژیم چارواکو وویل چې د لویدیځې غاړې په الخلیل ښار کښې ابراهیمي حرم نن د لمونځ کونکو پر مخ بند کړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2022 03:05 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژيم د ابراهیمي حرم د بندولو فیصله کړې

د صهیونیسټي رژیم چارواکو وویل چې د لویدیځې غاړې په الخلیل ښار کښې ابراهیمي حرم نن د لمونځ کونکو پر مخ بند کړي

د وفا فلسطیني خبري آژانس په لیکنه، د صهیونیسټي رژيم چارواکو پریکړه کړې چې د ستمبر د وړومبۍ نیټې د اختر په پلمه په الخلیل ښار کښې ابراهیمي حرم له نن څخه د فلسطیني لمونځ کونکو لپاره وتړي.

د الخلیل ښار د اوقافو د ادارې مدیر نضال الجعبري د صهیونیسټانو د دغه اقدام په غندلو سره وویل چې د دغه رژیم چارواکي زیاتره وختونه له یاد حرم څخه د اذان د خپریدو مخه نیسي او ابراهیمي حرم ته له ننوتو مخکښې څو ځلې د لمونځ کونکو تلاشي اخلي.

د دغه رپورټ له مخې، حماس غورځنګ هم د ابراهیمي حرم د بندولو په لړ کښې د صهیونیسټي مسئولانو فیصله غندلې او هغه یې د دیني دستورو او شعائرو په ترسره کولو کښې د فلسطین د خلکو د آزاۍ څرګنده خلاف ورزي بللې ده.

د ویلو ده چې ابراهیمي حرم د اردن سیند د لویدیځې غاړې په سویل کښې د الخلیل په پخواني ښار کښې واقع دی. په دغه ښار کښې څه باندې ۴۰۰ صهیونیسټ ښارګي میشتي اوسیږي چې تقریباً ۱۶۰۰ اسرائیلي پوځیان د هغوي ساتنه کوي.