د یمن ټول خلک باید د ستر جنګ لپاره چمتو ووسي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i120218-د_یمن_ټول_خلک_باید_د_ستر_جنګ_لپاره_چمتو_ووسي
المیادین خبري اژانس راپور ورکړ د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي ټینګار وکړ د دوښمن خوځښتونه او د اوربند د خلاف ورزۍ موردونه به مونږ د ستر جنګ او د بریالیتوب لپاره له چمتووالي منع نکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2022 11:26 Asia/Kabul
  • د یمن ټول خلک باید د ستر جنګ لپاره چمتو ووسي

المیادین خبري اژانس راپور ورکړ د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي ټینګار وکړ د دوښمن خوځښتونه او د اوربند د خلاف ورزۍ موردونه به مونږ د ستر جنګ او د بریالیتوب لپاره له چمتووالي منع نکړي.

هغه په یوې وینا کښې وویل مونږ په دې دلیل اوربند منو چې د جنګ د دوام غوښتونکي نه یوو خو که چیرې د یمن کلابندۍ او ورباندې د عربستان تیري دوام ولري زمونږ لاسونه به تړلي نه وي.

الحوثي د صهیونیسټ پوځي چارواکو ادعاګانو ته په اشارې چې ویلي یې وو له درې ورځني جنګ سره  یوځاې مو  په یمن هم بریدونه کړي دي وویل دغه ادعاګانې بې اساسه دي خو زمونږ ارزو له صهیونیسټي دوښمن سره نیغ  په نیغه جنګ کول دي.

د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي په دې خبرې سره چې دوښمن د اسلامي امت د بوخت ساتلو غوښتونکی دی چې په امان کښې پاتې شي وویل ستر بریالیتوب چې د یمن ملت او اسلامي امتونه باید ورته تیار شي د الاقصی د جومات ازادول دي.