د لبنان حزب الله او مقاومت په کامل ډول تیار دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i120290-د_لبنان_حزب_الله_او_مقاومت_په_کامل_ډول_تیار_دي
مهر خبري اژانس وايي د لبنان په پارلمان کښې مقاومت ته د وفاداره فراکسیون استازي ابراهیم الموسوي له صهیونیسټ رژيم سره د سمندري سرحد انځورولو ته په اشارې سره وویل مقاومت په کامل ډول چمتو دی او په میدان کښې حاضر دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2022 00:15 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله او مقاومت په کامل ډول تیار دي

مهر خبري اژانس وايي د لبنان په پارلمان کښې مقاومت ته د وفاداره فراکسیون استازي ابراهیم الموسوي له صهیونیسټ رژيم سره د سمندري سرحد انځورولو ته په اشارې سره وویل مقاومت په کامل ډول چمتو دی او په میدان کښې حاضر دی.

هغه دې ته په اشارې سره چې صهیونیسټ رژیم غواړي د لبنان خلک د خپلې شتمنۍ له استخراجولو منع کړي وویل حزب الله او مقاومت غورځنګ  به هماغه ډول چې په نورو میدانونو او جګړو کښې په دوښمن باندې بریالی شوی دی دا ځل هم بریالي شي او د لبنان د شتمنیو په ساتلو او د هغوې د استخراجولو په امکان سره به د لبنان خلک  او د  هیواد کړکیچن اقتصاد وژغوري.

الموسوي وویل مقاومت کولای شي په دوښمن باندې درانه لګښتونه وروتپي او په ټولو سویو کښې به د صهیونیسټ رژیم د هر ډول لیونتوب له کبله تاوان او زیات څو برابره شي.

د سمندري سرحدونو په هکله د لبنان او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ بحث زیات شوی دی او د اسرائیلو رژیم فانا میدان ته چې د لبنان دی او د ګازو سترې زیرمې لري سترګې نیولي دي دا په داسې حال کښې دي چې د موجودو اطلاعاتو پراساس د دغه میدان په دریو کښې دوې برخې د لبنان په نهم لمبر بلاک کښې پرتې دي او دریمه برخه یې هم دقیقا په درویشتمې برخې یعني په لانجې وړ سیمه کښې پرته ده.