د یمن ملت د خپلو حقونو د ترلاسه کولو جوګه دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i120646-د_یمن_ملت_د_خپلو_حقونو_د_ترلاسه_کولو_جوګه_دي
ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط د ملي ژغورنې د حکومت له دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي سره په کتنه کښې له تیریګرو هیوادونو د خپلو جایزو حقوقو او د حق د ترلاسه کولو لپاره د یمن د ملت په وس باندې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2022 00:55 Asia/Kabul
  • د یمن ملت د خپلو حقونو د ترلاسه کولو جوګه دي

ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط د ملي ژغورنې د حکومت له دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي سره په کتنه کښې له تیریګرو هیوادونو د خپلو جایزو حقوقو او د حق د ترلاسه کولو لپاره د یمن د ملت په وس باندې ټینګار وکړ.

د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط او دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي د اوربند د وروستیو بدلونونو او د سعودي عربستان په مشرۍ د عربو د تیریګر ائتلاف لخوا په ترسره شویو خلاف ورزیو غور وکړ.

د  یمن د لوړې سیاسي شورا مشر المشاط ټینګار وکړ پوځ  توانیدلی دی چې د ملت حقوق وساتي او د یمن د ویشلو لپاره ټولې خارجي دسیسې ناکامه کړي.

المشاط وویل په اوربند کښې هیڅ ډول ګډوډۍ د منلو وړ نه ده  او بدلونونه دا ایجابوي چې د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف د یمن د تیلو نیول شوي کشتۍ ازادې کړي او د هغوې له نیولو او سمندري غلا دې لاس واخلي.

د یمن دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي هم ټینګار وکړ چې وسله وال ځواکونه په بشپړه ډول د تیریګرو له منګولو د یمن د لویشتې لویشتې خاورې د ازادولو لپاره کاملا چمتو دي