د امریکې او ایران ترمینځ د پيغامونو تبادله روانه ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ځینو هیوادونو د خارجه وزیرانو او غږملونکو له لارې د امریکې او ایران ترمینځ پیغامونه تبادله کیږي
د ایرنا د خبر له مخې د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په نیویارک کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د غونډې ترڅنګ د سوریې له خارجه وزیر فیصل مقداد سره په کتنه کښې د ایټمي مذاکراتو د بهیر په هکله وویل چې د امریکې او ایران ترمینځ د پيغامونو تبادله د ځینو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو او غږملونکو له خوا روانه ده.
هغه څرګنده کړه: ایران د منطقي کړنلارې په غوره کولو سره د ډیپلماسۍ لاره تعقیبوي او په یوې پایدارې موافقې او له اقتصادي ګټو څخه یې د برخورتیا د ضمانت په لرلو باندې ټینګار کوي.
امیر عبداللهیان په سوریې کښې د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې او په لویدیځې آسیا کښې د ثبات خرابونکو اقداماتو په ردولو سره څرګنده کړه: په تیرو کلونو کښې له ترهګرۍ او تندلاریتوب سره د مبارزې په لړ کښې د دواړو هیوادونو ملګرتیاوې او ورته مهال د آستانه د بهیر د ضامنو هیوادونو مرستې په سوریې کښې په چټکۍ سره د صلحې او قرارۍ سبب شوې.
په دغه کتنه کښې د سوریې خارجه وزیر فیصل مقداد هم په خپل هیواد کښې د صلحې په ټینګښت او له ترهګرۍ سره په مقابله کښې د ایران د مرستې او مهم رول قدرونه وکړه او ویې ویل: په سیمه ایزه او نړیواله سویه د تهران او دمشق ترمینځ ملګرتیاوې په ډیره غوره بڼه دوام لري.