د فلسطین دآزادۍ لاره،جهاد او مقاومت دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i121550-د_فلسطین_دآزادۍ_لاره_جهاد_او_مقاومت_دی
اسماعیل هنیه ووئيل، د فلسطین خلک به د القرضاوي لارې ته دوام ورکړي او  یوه  ورځ به په قدس کې چې د  هغه همیشنۍ هیله وه ،لمونځ ادا کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 28, 2022 01:10 Asia/Kabul
  • د فلسطین دآزادۍ لاره،جهاد او مقاومت دی

اسماعیل هنیه ووئيل، د فلسطین خلک به د القرضاوي لارې ته دوام ورکړي او  یوه  ورځ به په قدس کې چې د  هغه همیشنۍ هیله وه ،لمونځ ادا کړي.

د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر د یوسف القرضاوي دجنازې په دستورو کې  ووئيل ، جهاد او مقاومت،د فلسطین د آزادولو لاره ده  او د فلسطین قضیه ، درست اسلامی امت قضیه ده .

د مسلمانانو د عالمانو دنړیوالې ټولنې موسیس یوسف القرضاوي ددوشنبې په ورځې د قطر په دوحې کې ومړ.

العالم ټيلیويژني چینل راپور ورکړی،  د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه  د یوسف قرضاوي د جنازې په دستورو کې  ووئيل ،  دفلسطین ولس  هم د درست امت پّ څير د شیخ قرضاوي په فراق کې غمجن دی .

اسماعیل هنیه ووئيل، د فلسطین خلک به د القرضاوي لارې ته دوام ورکړي او  یوه  ورځ به په قدس کې چې د  هغه همیشنۍ هیله وه ،لمونځ ادا کړي.

د حماس غورځنګ  د سیاسی دفتر مشر یوځل بیا د فلسطین د خاورې په دفاع ټينګار  وکړ.