د صهیونیستی رژیم ځواکونو په فلسطین کې په ښوونځی برید کړي
د صهیونیستي رژیم وحشي ځواکونو په فلسطین کې په یوه ابتدایي ښوونځی باندې په برید سره، ماشومان یې ډبولي دي.
د روسیا الیوم له راپور سره سم، د فلسطین په الخلیل سیمه کې د معارف رئیس اعلان وکړ چي د صهیونیست نیواکګرو ځواکونو د الهاجریې په ښوونځی باندې برید کړي او ښوونکي او ماشومان یې ډبولي دي.
عاطف الجمل د یادې سیمې د معارف رئیس د دې په بیانولو چي صهیونیستي ځواکونو په ماشومانو او ښوونکو یې اوښکي بهوونکي ګاز اسعتمال کړي، وویل: په دغه برید کې یو ښوونکی ټپی شوی او دوه تنه زده کوونکي هم د صهیونیستانو له لوري بیول شوي دي.
دا برید په داسي حال کې تر سره کیږي چي تېره ورځ هم یو اووه کلن ماشوم د ریان یاسر سلیمان په نامه د صهیونیستي ځواکونو په برید کې په شهادت رسېدلی دی.
یاده پېښه هغه مهال رامینځ ته شوه چي صهیونیستان د بیت الحم په ختیځه کې د فلسطیني زده کوونکو د نیولو او ډبولو پسې راوتلي وه.