د انګریزلومړنۍ وزیرې څرګندونې دبالفور اعلامیې دجنایت دوام دی
ابوزهری زیاته کړې ده ،دغه شان څرګندونې د مونږ دهغې ملی موضوع په ضد د انګلستان دجنایتونو په دوام کې دي چې له سل کاله مخکې څخه د بالفور په اعلامیې سره پیل شوي دي.
د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس یوه مشر د صهیونزم په ملاتړ کې د انګلستان د لومړۍ وزیرې د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ووئيل د تراس دغه څرګندونې د بالفور داعلامیې د جنایت یوډول دوام دی.
انګریز لومړۍ وزیرې لیز تراس چې له کابو یوه میاشت مخکې په انګلستان کې دصداراعظمۍ څوکۍ ترلاسه کړې،د؛اسرائيلو د محافظه کارو دوستانو په نامې سره د ډلې په یوې غونډې کې چې د انګلستان د محافظه کار ګوند کې د صهیونیسټي رژيم ملاتړي پارلیماني ډله ده ټينګار وکړ ،زه یوه کلکه صهیونیسټي او د اسرائيلو ملاتړې یم. الخلیج الجدید خبری سایټ راپور ورکړی، د حماس غورځنګ یوه مشر سامي ابوزهري په یولړ څرګندونو کې ووئیل،له صهیونزم څخه دملاتړ په باب د لیزتراس څرګندونې د فلسطین دملت په ضد دتیریو او دصهیونیسټ رژيم په صف کې ددریدا په معنا دي.
ابوزهری زیاته کړې ده ،دغه شان څرګندونې د مونږ دهغې ملی موضوع په ضد د انګلستان دجنایتونو په دوام کې دي چې له سل کاله مخکې څخه د بالفور په اعلامیې سره پیل شوي دي. د حماس غورځنګ دغه مشر روښانه کړه،دغه شان کسان دي چې د بې ګناه ماشومانو پر وژلو برغولی کیږدي او دا د بشریّت لپاره یو ننګ او پيغور دی.