اسرائیل یوازې د زور ژبه پیژندي
العهد خبري سایټ راپو ورکړ د لبنان د حزب الله د اجرايي شورا د مشر مرستیال شیخ علي دعموش وویل له صهیونیسټ رژیم سره باید د زور په ژبه خبرې وکړو.
هغه د جمعې د لمانځه په خطبو کښې وویل نیواکګر رژیم د ډیپلوماسۍ په ژبه نه پوهیږي او هر هغه څوک چې باوري دی دښمن یوازې د خبرواترو په منطق سره کولای شي د لبنان حقوق رسمیت وپیژندي نو غلطۍ کوي.
شیخ دعموش ټینګار وکړ دښمن یوازې د زور ژبه پیژندي او دغه موضوع ټولو تیرو تجربو ثابته کړي ده.
هغه وویل کله چې مونږ له دښمن سره د مقابلې په زمینه کښې د زور خبره کوو نو زمونږ هدف یوازې د هغه له لوړ اهمیت سره سره زور یا پوځي توان نه دی بلکې هدف د مقاومت ګیرچاپیر د لبنان د ملت د دریدا د قدرت ټول عناصر او د سیاسي موقعیت د ثبات ، وحدت پایدارۍ ، مقاومت او د صبر تر اندازې پورې په هغه اعتماد کول دي.
د لبنان د حزب الله دغه مقام وویل مونږ په خپلو ځانونو او په خپل توان باندې اعتماد لرو او د ټولو حالاتو لپاره چمتو یوو او د خپلو حقوقو په هکله چپ نشو پاتې کیدلی او مقاومت نن سبا له بل هر وخت څخه زیات پیاوړی او قوي دی.