صهیونیسټي دښمن د مقاومت له ویرې دسمندري پولو موافقه ومنله
د لبنان په پارلیمان کې دحزب ا... غورځنګ د فریکشن مشر ووئیل که د حزب ا... قدرت اووسله او ورڅخه ددښمن ویره نه وائ ،نوصهیونیسټي تیریګر رژيم هیڅکله هم د سمندري پولو موافقه نه منله .
العهد خبری سایټ راپور ورکړ،دلبنان په پارلیمان کې د الوفاء للمقاومه فریکشن مشر محمدرعد پرون په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ وحشي صهیونیسټي رژيم له حزب ا... سره له جنګه د ویرې په دلیل د سمدري پولو د انځورولو موافقه منلې ده.
محمد رعد زیاته کړې ،حزب ا.. ددغه جنایتکار،توکمپال دښمن ماهیّت نندارې ته وړاندې کړ او د دوي بیلګې ئې له مینځه یوړې او له یوې داسې معادلې سره ئې ښکیل کړل چې باید یوازې د لبنان د مقاومت کونکي ملت کلک هوډ ته غاړه کیږدي.
د لبنان دغه مبارز مسئول مقام ووئيل، مونږ تر اوسه پورې صهیونیسټي دښمن ته ډاډ نه دی درلودلی او هیڅکله به هم ورباندې ډاډه نه شو،په همدې دلیل تر نن سهار پورې مو خپل دریځ څرګند کړی نه دی.صهیونیسټي رژيم وائي ، د سمندری پولو دانځورولو له موافقې سره پخلادی ،خو له لاسلیک کولو رووسته به ووینو،هماغه شان چې لاسلیک ئې کړی، دی دااجرا کیدا څرنګوالی به هم تضمین کړي.
د حزب ا... مبارز ولسی غورځنګ دغه مسئول مقام ووئیل،دغه فریکشن یو داسې ولسمشر غواړي چې دلبنان ګټې تضمین کړي، نه دا چې د امریکا فرمان ته غوږ شي او ورځینی اطاعت وکړي،بلکې باید د هیواد ملی ګټو مطیع شي.
د لبنان ولسمشر د پنجشنبې په شپه له صهیونیسټي رژيم سره د سمندري پولې د انځورولو دموافقې له نهائی نسخې سره ددغه هیواد د پخلا کیدا خبر ورکړ او وې وئيل،دسمندري پولو له موافقې سره دمونږ پخلا کیدا،د پارلیمان له مشر او لومړي وزیر سره له مشورو ورسته شوې ده .