صهیونیسټي وحشي دښمن یوازې د زور په ژبه پوهیږي
خالد مشعل د صهیونیسټانو په وړاندې د دمقاومت په یوې مضبوتې کلا د جنین،نابلس او دلویدیځي غاړې د نورو ښارونو اوکلو په بدلولو په ټينګار سره ووئیل، بیت المقدس ،د نیواکي ټاټوبو تر بشپړ آزادولو او دکډوالو دبیرته ستنیدا پورې د انتفاضې او مقاومت په لاره کې د بدلون درامینځةکولو لپاره الهام بخښونکی عنوان دی.
د فلسطین داطلاع رسونې دفتر پرون راپور ورکړی، دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس مشر خالد مشعل په یولړ څرګندونو کې د وحشي صهیونیسټانو په لاس د یو شمیر فلسطینیو مبارزانو دشهادت په مناسبت په تسلیّت وئیلو سره په ډاګه کړې ده ، دصهیونیسټانو دغه جنایتونه ټینګار کوي ، مونږ له یوه داسې دښمن سره مخخ یوو چې یوازې د زور په ژبه پوهیږي او د فلسطینیو ښاریزو په وینو بهولو سره په راتلونکو انتخاباتو کې په بریالیتوب پسې دي.
خالد مشعل زیاته کړې ده،د مقاومت شهیدانو پخپلو وینو سره د نیواکي ټاټوبو د آزادولو او د اردن سین په لویدیځي غاړې کې مقاومت ته دبیرته ستنولو لاره پرانیستې ده.
په خارج کې د حماس غورځنګ مشر ددې خبرې په کولو سره چې د صهیوینسټي رژيم وحشي ډول جنایتونه هیڅکله هم د اردن سین په لویدیځي غاړې کې د مقاومت د هوډ دکمزوري کولو لامل نه شي کیدلی روښانه کړه،د مقاومت روحیّه ددرستو فلسطنیانو په وجود کې جریان لري او دا چاره د صهیونیسټ میشته ښارګوټو په ضد دډګر د تنګولو او دملی وحدت رامینځةکیدا ته اړتیا لري.خالد مشعل د صهیونیسټانو په وړاندې د دمقاومت په یوې مضبوتې کلا د جنین،نابلس او دلویدیځي غاړې د نورو ښارونو اوکلو په بدلولو په ټينګار سره ووئیل، بیت المقدس ،د نیواکي ټاټوبو تر بشپړ آزادولو او دکډوالو دبیرته ستنیدا پورې د انتفاضې او مقاومت په لاره کې د بدلون درامینځةکولو لپاره الهام بخښونکی عنوان دی.