دعراق دنوي حکومت په وړاندې چینلجونه
دعراق د پارلیمان استازو د محمد شیاع السوډاني کابینې وزیرانو او دهغه دحکومت پروګرامونو ته په پریکنده اکثریّت سره داعتماد رایه ورکړهڅو په دغه هیواد کې له دیارلسو میاشتو راهسې سیاسی بندون پاي ته ورسیږي.
د محمد السوډاني او د عراق د پارلیمان لپاره یوه مهمه بریا دنوي کابینې جوړول دي ،خو نوی حکومت له ځينو مهمو چیلنجونو سره مخ دی . په همدې لړ کې،په بغداد کې دملګروملتو د دفتر په اعلامیې کې د نوي حکومت د جوړیدا په هرکلی سره راغلي دي، عراق نوی حکومت له یو شمیر داسې خطرناکو چیلنجونو سره مخ دی چې پریکنده اقداماتو ته اړتیا لري او دغه اقدامات ، په عراق کې له فساد سره مبارزه، داصلاحاتو اجرا،درستو ښاریزو ته مناسبو خدماتو وړاندې کیدا او د جنایتکارو او غیر حکومتی وسلوالو ډلو پيزواني کول پکې شاملیږي.
په اقتصادي ،سیاسی او امنیتی حوزو کې د عراق د ولس او سیاسی بهیرونو له خوا مخ په پراختیا عمومي غوښتې او د چیلنجونو ډيرې زیاتې مخینې،د شیاع السوډاني دحکومت لپاره ډير مشکل او پيچلی پړاؤ رامینځةکوي.
دنوي ولسمشر او لومړي وزیر په ټاکلو کې د صدر بهیر له ناکامۍ سره سره، البته ددغه بهیر سیاسی اواجتماعي ظرفیّتونه تل باید دعراق دحکومت د پام وړ سیاسی جدي چیلنج او یو الټرنیټیؤ په توګه وګڼل شي. په حقیقت کې د محمد شیاع السوډاني د کار د دوام او د سیاسی ثبات دبیرته ستنیدا لپاره ترټولو مهم خنډ دصدر بهیر پلویان دي چې داسې ښکاري،د دوي اوسئ چُپتیا، یو تاکتیک دی او دې ته په پام سره چې دنوي کابینې جوړیدا د ځان لپاره یوه ماته ګڼي،دوخت په تیریدا سره به ټولنیزې ګډوډئ رامینځة کړي.
د عراق د نوي حکومت یو بل اساسی چیلنج ، په اقتصادي حوزې کې انبار شوي مشکلات او غوښتې دي . دعراق نوی حکومت له جدي اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی چې په هغومشکلاتو او چیلنجونو کې،په دغه هیواد کې د بیروزګارۍ او بې وځلۍ داندازې زیاتیدا ته اشاره کیدلی شي چې د ولس د پراخ خپګان سبب شوي دي. دعراق حکومت خپله څه دپاسه نوي فیصدي بودجه دتیلو له خرڅلاؤ څخه له عایداتو ترلاسه کوي او په سیاسی اقتصاد کې په اصطلاح کې یو ریاستي حکومت معرفی کیږي چې د اقتصادي مشکلاتو او چیلنجونو د حل لپاره داخلی او بهرنیو پانګونو ته اړتیا لري. په عین حال کې ترینګلي امنیتی وضعیّت په دغه هیواد کې د پانګونې د جذبولو لپاره یو مهم خنډ دی.
د عراق د ولس یوتر ټولو پرونی او نننی ضرورت دامنیت موضوع ده او تراوسه پورې هم دغه موضوع ،پراختیا ته درسیدا د لومړني ګام په توګه دعراق د راتلونکي حکومت په وړاندې یو چیلنج دی . د امریکا او دهغې دمتحدانو دپوځي نیواکګرۍ شتون او همداراز له یوه پلوه ،د امریکا او عربستان تر ملاتړ لاندې دبعثیانو اوداعشيانو په څير تیت پرکې مختلفې ډلې ټپلې ددغه هیواد دناکراریو د اصلی سرچینې په توګه او له بل پلوه ، د عراق د یوه قدرتمند ملی پوځ نه شتون سبب شوي دی چې واک ته رسیدونکي حکومتونه،د امنیت د ټيګیدا لپاره له کافی قدرت اوتوانه برخمن نشي.
ددغو داخلی چیلنجونو ترڅنګ،دعراق په داخلی چارو کې دبهرنیو لوبغاړو لاسوهنې هم دالسوډاني دحکومت په وړاندې یوبل خند او ستر چیلنج دی. د امریکا ،سعودي عربستان،متحده عربی امارات،ترکیې او همداراز صهیونیسټي رژيم په څير هیوادونه،دعراق نوي کابینه په دغه هیواد کې د خپلو ګټو تامینونکي نه ګڼي.پر دې اساس دعراق دنوي حکومت په وړاندې لارې کې ددغو لوبغاړو کرړنګونې او په تیره بیا دامنیتی چیلنجونو رامینځةکول له انتظاره لیرې نه دي.
له دغو ټولو چیلنجونو سره سره ،باید ووئيل شي، دعراق له دیارلس میاشتني هغه سیاسی بندونه وروسته دنوي حکومت جوړیدا، چې حتی ددغه هیوادداخلی نښتو او د لسګونو خلکو دمرګ ژوبلو سبب شوي، ددغه هیواد دسیاسی ډلو ټپلو لپاره د پام وړ یوه بریا ده.