د ایران دښمنان به یوځل بیا نهیلې شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i122896-د_ایران_دښمنان_به_یوځل_بیا_نهیلې_شي
د لبنا ن د حزب الله مشر سید حسن نصر الله بیګا ماښام په یوه وینا کښې د دغه هیواد وروستي بدلونونه او د سیمې پيښې وجاجولې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2022 03:48 Asia/Kabul
  • د ایران دښمنان به یوځل بیا نهیلې شي

د لبنا ن د حزب الله مشر سید حسن نصر الله بیګا ماښام په یوه وینا کښې د دغه هیواد وروستي بدلونونه او د سیمې پيښې وجاجولې.

د لبنان د حزب الله مشر د ایران د خلکو د تیرې جمعې ستر لاریون ته په اشارې سره وویل: دغه پراخ لاریون وښودله چې د ایران دښمنان به یوځل بیا ناامیده شي.

د لبنا ن د حزب الله مشر سید حسن نصر الله بیګا ماښام په یوه وینا کښې د دغه هیواد وروستي بدلونونه او د سیمې پيښې وجاجولې.

هغه تیره جمعه د ایران د خلکو ستر لاریون او هم داشان یې د شیراز د ترهګرې پیښې د شهیدانو جنازې ته په اشارې سره وویل: دغه لارون ټولو دسیسه جوړونکو ته په دې اړه د ایران د مجاهد او صبرناکه ولس له خوا یو مضبوط پيغام دی چې هغوي د یو سراب او توهم څخه تمه لري.

نصر الله ټینګار وکړ چې پراخ ولسي شتون او کومې پریکنده دریځنیونې چې وشوې، هغو کسانو ته یو سخت ځواب دی چې په دې فتنې او دسیسې کښې یې لاس لرلی دی.

د حزب الله عمومي منشي هم داشان له صهیونیسټي رژيم سره د پولو د ټاکلو په سر موافقه یوه تاریخي پيښه وبلله.