د صهیونیسټ رژیم جنایتونه به د مقاومت ډلو غبرګون ترلاسه کړي
ایرنا خبري اژانس وايي د فلسطین حماس غورځنګ په یوې بیانیې کښې د جنین سیمې په جنوب کښې د نیواکګرو صهیونیسټانو د عسکرو په لاس د فلسطین د یوه ځوان محمد توفیق بدارنه شهادت ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو دوام به د مقاومت له سخت غبرګون سره مخامخ شي.
د فلسطین حماس غورځنګ وویل زمونږ د ملت پرضد د نیواکګر رژیم د جنایتونو زیاتیدل او د مقاومت د بندولو لپاره د هغوې هڅې هیڅ نتیجه نه ورکوي او د دغه رژیم اقدامات به زمونږ د اتلوالو خلکو له زړورتیا او پایدارۍ سره چې د خپل ایډیل په عدالت ایمان لري مخامخ شي.
د صهیونیسټ نیواکګر رژیم عسکرو پرون د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې په جنین ولایت کښې په یعبد ښارګي حمله وکړه چې پکښې دوه فلسطینیان ژوبل شول او د محمد توفیق بدرانه په نوم یو فلسطینی وروسته بیا شهید شو.