د صهیونیسټ رژیم جنایتونه به د مقاومت ډلو غبرګون ترلاسه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i124274-د_صهیونیسټ_رژیم_جنایتونه_به_د_مقاومت_ډلو_غبرګون_ترلاسه_کړي
ایرنا خبري اژانس وايي د فلسطین حماس غورځنګ په یوې بیانیې کښې د جنین سیمې په جنوب کښې د نیواکګرو صهیونیسټانو د عسکرو په لاس د فلسطین د یوه ځوان محمد توفیق بدارنه شهادت ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو دوام به د مقاومت له سخت غبرګون سره مخامخ شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2022 01:40 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژیم جنایتونه به د مقاومت ډلو غبرګون ترلاسه کړي

ایرنا خبري اژانس وايي د فلسطین حماس غورځنګ په یوې بیانیې کښې د جنین سیمې په جنوب کښې د نیواکګرو صهیونیسټانو د عسکرو په لاس د فلسطین د یوه ځوان محمد توفیق بدارنه شهادت ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو دوام به د مقاومت له سخت غبرګون سره مخامخ شي.

د فلسطین حماس غورځنګ وویل زمونږ د ملت پرضد د نیواکګر رژیم د جنایتونو زیاتیدل او د مقاومت د بندولو لپاره د هغوې هڅې هیڅ نتیجه نه ورکوي او د دغه رژیم اقدامات  به زمونږ د اتلوالو خلکو له زړورتیا او پایدارۍ سره چې د خپل ایډیل په عدالت ایمان لري مخامخ شي.

د صهیونیسټ نیواکګر رژیم عسکرو پرون د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې په جنین ولایت کښې په یعبد ښارګي حمله وکړه چې پکښې دوه فلسطینیان ژوبل شول او د محمد توفیق بدرانه په نوم یو فلسطینی وروسته بیا شهید شو.