ښونځیو ته د انجلیو تلل د خارجیانو کلتور دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i124324-ښونځیو_ته_د_انجلیو_تلل_د_خارجیانو_کلتور_دی
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د حکومت د تحصیلاتو د وزارت سرپرست ندا محمد ندیم ښوونځیو ته د انجلیو استول د خارجیانو کلتور وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2022 09:05 Asia/Kabul
  • ښونځیو ته د انجلیو تلل د خارجیانو کلتور دی

شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د حکومت د تحصیلاتو د وزارت سرپرست ندا محمد ندیم ښوونځیو ته د انجلیو استول د خارجیانو کلتور وباله.

هغه پرون وویل ښوونځیو ته د خپلو انجلیو استول د خارجي هیوادونو کلتور دی او دغه کلتور د افغانستان پخوانیو چارواکو دغه هیواد ته راوړی دی.

د افغانستان د طالبانو موقته حکومت چې په ځلونو یې د انجلیو د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو د ژمنې له تحقق څخه سرغړونه کړي ده د انجلیو د زده کړو په دوام کښې خنډونه جوړوي او دغه چارې د افغانستان د ښځو د ټولنې لپاره سخت شرایط رامینځته کړي دي.

د طالبانو موقته حکومت د نړیوال روا والي د ترلاسه کولو هڅه کوي او نړیوالې ټولنې هم د دغه غوښتنې پوره کیدل د طالبانو لخوا د بشري حقوقو له رعایتولو او په تیره بیا د افغانستان د انجلیو او د ښځو د حقوقو له رعایتولو سره مشروطه کړي دي.