عربستان کښې د یوشمیر نورو عقیدتي زندانیانود اعدام حکم وشه
-
فایل فوټو
د عربستان قضايي ادارې د عقیدتي بندیانو خلاف د خپل سره اعدام د احکامو د صادرولو په دوام کښې یوشمیر نورو زنداني ځوانانو ته د مرګ سزا واوروله
د عربستان د بشري حقوقو دوسیه د بیګناه خلکو په تیره بیا د دغه هیواد د شیعه مسلمانانو په وینو سره ده خو لویدیځو هیوادونو او رسنیو په دې هکله خوله ګنډلې ده او دوه ګومې معیار کاروي.
د ایسنا د خبر له مخې، حقوقي سرچینو خبر ورکړی چې د اعدام دغه تعزیري حکم د محمد آل طحنون، مصطفی ابوشاهین او عبدا... غزوي لپاره صادر شوی دی او په یو بل بند کښې د زهیر آل صمخان، محمد آل مسبح او رشي الشایب په نومونو درې سعودیان هم په یوې ډله ایزې محاکمې کښې د مرګ په سزا ګواښل شوې دي.
د دغو سرچینو په وینا، داشان د عربستان د حکومت له خوا د اعدام له خطر سره د مخامخ کسانو شمیر ۵۹ تنو ته رسیدلی دی او دا په داسې حال کښې دي چې ریاض د دغو خپل سرو اعدامونو په هکله د نړیوالو او د بشري حقوقو غوښتنو ته هیڅ پام نه کوي.
د ویلو ده چې سعودي حکومت په تیر ۲۰۲۱ کال کښې ۶۹ کسان، په ۲۰۲۰ کال کښې یې ۲۷ کسان او په ۲۰۱۹ کال کښې یې یو سل اووه اتیا کسان اعدام کړي وو.