صهیونیسټي پوځیانو په الخلیل کښې یو جومات وران کړ
Dec 06, 2022 03:59 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د صهیونیسټي رژیم پوځیانو د لویدیځې غاړې په الخلیل کښې یو جومات وران کړ.
د صهیونیسټي رژیم پوځیانو د لویدیځې غاړې په الخلیل کښې یو جومات وران کړ.
د تیري ګر صهیونیسټي رژیم پوځیانو د اردن سیند د لویدیځې غاړې د الخلیل په جنوب کښې په یو ښارګي کښې د رسول الله په نامه جومات وران کړ.
دغه جومات په «ج» نومې سیمه کښې پروت دی چې فلسطینیان په کښې د ودانیو جوړولو اجازه نه لري.
له فلسطین څخه بل خبر دا چې صهیونیسټي ښارګي میشتو د سلفیت ښار په «قراوه بني حسان» سیمه کښې د فلسطینیانو د زیتونو په باغونو یرغل کړی دی.
هغوي په دغې حملې کښې د سیمې یوشمیر بزګر وهلي ډبولي دي او د زیتونو دیرش ونې یې هم ووهلې.
ټیګونه