امارات او سعودي ته د پاکستان د فوځ د مشر سفر
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i125786-امارات_او_سعودي_ته_د_پاکستان_د_فوځ_د_مشر_سفر
د پاکستان د فوځ نوی مشر جنرال سید عاصم منیر له سعودي عربستان او امارات سره، د اړیکو د پراختیا په موخه د سیمې هیوادونو ته په سفر تللی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2023 09:55 Asia/Kabul
  • امارات او سعودي ته د پاکستان د فوځ د مشر سفر

د پاکستان د فوځ نوی مشر جنرال سید عاصم منیر له سعودي عربستان او امارات سره، د اړیکو د پراختیا په موخه د سیمې هیوادونو ته په سفر تللی دی.

په وروستیو میاشتو کې پاکستان د سیلابونو، اقتصادي ستونزو، امنیتي مسایلو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سره، د لانجو په څېر له مختلفو ننګونو سره مخامخ شوی دی. دغو حالاتو ته په کتو سره د پاکستان د فوځ نوی مشر جنرال عاصم منیر سعودي عرب او اماراتو ته په اووه ورځنی سفر تللی دی.

د پاکستان فوځ په یوې بیانیې کې ویلي چي د دغه سفر پر مهال به د پاکستان د فوځ مشر د سعودي عرب او اماراتو له جګپورو چارواکو سره د سیمې پورې اړوند مسایلو او د امنیتي ملګرتیاو په هکله به خبرې اترې وکړي.

ځینو کارپوهانو ویلي چي په پآکستان کې اقتصادي کړکېچ ته په کتو سره، به د پاکستان د فوځ نوی مشر هڅه وکړي چي د سعودي او امارات له چارواکو څخه مالې مرستې اسلام آباد لپاره تر لاسه کړي.

دا په داسي حال کې دی چي د پاکستان د فوځ مشران له ټاکل کېدو وروسته، تل عربستان ته په سفر ځي څو سعودي حکومت ته د ژمنتیا او وفاداری اعلان وکړي.