عربستان د ویکي پیډیا یو لیکوال ونیوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i125888-عربستان_د_ویکي_پیډیا_یو_لیکوال_ونیوه
په عربستان کښې د «معتقلی الرأی» په نامه ټویټري پاڼې په دغه هیواد کښې د سیاسي فعالانو د ځورونې په هکله د معلوماتو د خپرولو په تور د ویکي پیډیا د لیکوال او خبریال زیاد السفیاني د نیولو خبر تایید کړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 07, 2023 15:28 Asia/Kabul
  • عربستان د ویکي پیډیا یو لیکوال ونیوه

په عربستان کښې د «معتقلی الرأی» په نامه ټویټري پاڼې په دغه هیواد کښې د سیاسي فعالانو د ځورونې په هکله د معلوماتو د خپرولو په تور د ویکي پیډیا د لیکوال او خبریال زیاد السفیاني د نیولو خبر تایید کړ.

په عربستان کښې د «معتقلی الرأی» په نامه ټویټري پاڼې په دغه هیواد کښې د سیاسي فعالانو د ځورونې په هکله د معلوماتو د خپرولو په تور د ویکي پیډیا د لیکوال او خبریال زیاد السفیاني د نیولو خبر تایید کړ.

د العالم د خبر له مخې د «معتقلی الرأی» په نامه ټویټر اکاونټ نن لیکلي دي چې ځانګړې جزايي محکمې د زیاد السفیاني له نیول کیدو وروسته هغه ته د اته کاله بند سزا اورولې ده.

السفیاني له میډیکل کالج څخه فارغ التحصیل شوی دی چې له ۲۰۰۶ کال څخه له ویکي پیډیا سره د لیکوال په توګه همکاري کوي.

د بشري حقوقو دوو سازمانونو ایشوا کړې ده چې عربستان د ویکي پیډیا دایرة المعارف د محتوا د کنټرولولو په موخه هغه هیک کړې ده او د هغې دوه تنه سرمنشیان یې نیولي دي.

په دغه ټویټري یادداشت کښې راغلي دي چې د بیان د آزادۍ ځپنه لاهم دوام لري او اوس نوبت الیکټرانیک سایټونو ته رسیدلی دی.