د صهیونیسټ رژیم پوځ د حزب الله په قدرت اعتراف وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i125952-د_صهیونیسټ_رژیم_پوځ_د_حزب_الله_په_قدرت_اعتراف_وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو د پوځ قومندان جنرال ا د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په توغندوي توان باندې اعتراف کولو سره وویل د رضوان یونټ د توغندوي حملې په بڼه کښې به صهیونیسټان پناه ځایونو ته د تلو فرصت پیدا نکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 09, 2023 01:30 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژیم پوځ د حزب الله په قدرت اعتراف وکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو د پوځ قومندان جنرال ا د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په توغندوي توان باندې اعتراف کولو سره وویل د رضوان یونټ د توغندوي حملې په بڼه کښې به صهیونیسټان پناه ځایونو ته د تلو فرصت پیدا نکړي.

د صهیونیسټ رژيم یروشلم پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی د اسرائیلو رژیم یوه قومندان جنرال ا د تل ابیت پرضد د لبنان د حزب الله غورځنګ د ګواښونو په هکله وویل حزب الله په سرحدونو کښې شتون لري او د هر ډول جنګ لپاره تیار دی.

هغه وویل د لبنان د حزب الله غورځنګ ګواښ ډیر حقیقي دی او په جنګونو کښې هر ډول نه اټکل وړ اقدام په لبنان کښې په یوې سترې جګړې بدلیدلی شي.

د صهیونیسټ رژيم دغه پوځي قومندان د لبنان د رضوان یونټ تجربې ته په اشارې سره وویل د حزب الله عسکرو په سوریې کښې تجربه ترلاسه کړي ده او هغوې خپلواکه اپراتوران دي او د توغندیو د ویشتلو زیات قدرت لري او هغوې له جنګي تشکیلاتو او چارو استفاده کوي.

هغه خبرداری ورکړ چې د لبنان حزب الله غورځنګ له څو اړخونو په اسرائیلو باندې حملې کولای شي.