عربستان د خبرو له لارې د یمن د جنګ د ختمیدا غوښتنه وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د یمن د اته کلن جنګ په اخري میاشتو کښې وویل دغه جنګ باید د خبرو اترو له لارې پاې ته ورسیږي.
د یمن پرضد د سعودي عربستان جنګ د دوه زره پینځلسم میلادي کال د مارچ د میاشتې له شپږویشتمې نیټې څخه پیل شوی چې تراوسه پکښې اوه څلویښت زره کسان مړه او ژوبل شوي او د ملګروملتونو سرمنشي په وینا د یمن جنګ د یویشتمې میلادي پیړۍ تر ټولو ستره بشري غمیزه ده.
د سعودي عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان پرون د مذاکراتو له لارې د یمن د جنګ د ختمیدا غوښتنه وکړه.
هغه ټینګار وکړ په یمن کښې د اوربند د ټینګیدا لپاره باید یوه لاره پیدا کړوه او په دایمي اوربند د هغه د بدلیدا لپاره هڅه وکړو.
په روستیو ورځو کښې ځینو خبري سرچینو د یمن د سیاسي سرچینو په قول وویل سعودي عربستان د یمن د انصار الله غورځنګ د غوښتنو منلو ته مجبوره شوی او د یمن حقه غوښتنو ته تسلیم شوی او ټاکل شوي ده چې په یمن کښې د نورو شپږو میاشتو لپاره اوربند تمدید شي.
سعودي عربستان له متحده عربي اماراتو، صهیونیسټ رژیم ، امریکا او انګلستان سره یوځاې د یمن د خلکو پرضد زیات جنایتونه او ظلمونه کړي دي چې تاریخ به یې هیڅکله هیر نکړي.