په قدس شرف کې د نوې انتفاضې لومړنۍ بڅرکې
تېره شپه یو شمېر رسنیو د قدس شریف په نیواکي سیمو کې د فلسطینیانو او صهیونیستانو تر مینځ د نښتو او د لسګونو فلسطینیانو د زخمي کېدو خبر ورکړي دي.
فلسطیني ځوانان او صهیونیست فوځيانو د نیواکي قدس په جبل المکبر په سیمه کې نښته کړې، د دې راپور له مخې، صهیونیست فوځپانو د اوښکو بهوونکو ګاز او ږغیزو بمونو په غورځولو او ډزو سره، لسګونو فلسطینیانو ته مرګژوبله اوړلې ده، په دغو نښتو کې یو فوځي صهیونیست هم د ډبرې په ګوزار سره، ټپي شوی دی.
نښتې له هغه وروسته رامینځ ته شوې چي صهیونیست فوځیانو د جبل المکبر په ښارګوټي باندې په برید سره، په دغه سیمه کې د فلسطینیانو د مظاهرو په ځپلو پسې راوتلي وه، دغه مظاهرې د یوه فلسطیني شهید له کورنۍ څخه په ملاتړ کې تر سره شوې وي، په وروستیو ورځو کې او په ځانګړي ډول په قدس کې له دوو عملیاتونو وروسته چي ۲۳ صهیونیستانو ته په کښې مرګژوبله واوښته، په دغه ښار کې تنشنونه زیات شول.
دغه نښتې لږ تر لږه په دوو دلیلونو سره، د اهمیت وړ دي.
لومړی دا چي، د جنین په کیمپ باندې د صهیونیست رژیم د فوځیانو د پراخو بریدونو په غبرګون کې چي د پنج شنبې په ورځ تر سره شو او په ترڅ کې یې ۲۹ فلسطینیان شهیدان او ژوبل شول، فلسطیني ولس ورو ورو د مقابلې ډګر ته په ننوتلو دي چي دا د نوې انتفاضې لومړۍ نښه ده چي د صهیونیست رژیم فوځي کارپوهانو یې هم په اړه خبرداری ورکړي دي، د اسرائیل د رژیم د یدیعوت احارونوت د ورځپاڼې د فوځي چارو کاروپوه رون بن یشای په وېنا، په تېرو دوو ورځو کې د جنین او قدس پېښې کولایشي، په راتلونکو میاشتو کې د نه کنټرولېدونکو تاوتریخوالو د رامینځ ته کېدو سبب شي، چي په یوه داسی حقیقي انتفاضې باندې بدلېدایشي چي ګڼ شمېر فلسطینیان او حتی یهودیان هم په کښې برخه واخلي.
د صهیونیست رژیم د معاریو ورځپاڼې هم د حالاتو خرابوالې ته په کتو سره، د صهیونیست رژیم له کابینې د تاوتریخوالو د سملاسي کنټرولولو غوښتنه وکړه او ویې لیکل: په جنین کې د اسرائیلي رژیم د فوځیانو عملیات په تېرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو لوی عملیات بلل کیږي، د اوسني رژیم د امنیتي دستګاه اصلي ماموریت، د ټنشنونو کڼترولول دی، که څه هم په راتلونکو ورځو کې د عملیاتونو څپه کنټرول شي، لیکن ټنشنونه یو ځلې د رمضان د میاشتې په رارسېدو سره، زیاتیږي.
دوهم، د جنین په کېمپ کې په عامو فلسطینیانو باندې د صهیونیست د فوځیانو بریدونه د فلسطیني مقاومت د توغندوي بریدونو د بیا پیلېدو او همدارنګه په صهیونیست ښارګوټو باندې د دریو فلسطیني فردي بریدونو زمینه برابره کړه، د فلسطیني ولسونو عمومي پاڅون او د غبرګون سویه هم د دغه ډول عملیاتونو له دوام سره، نیغ په نیغه اړیکې لري، همدارنګه د نتانیاهو نوې کابینه چي د تندلارو او ښي پالو د ګوندونو د ائتلاف په نتیجه کې رامینځ ته شوې هم د فلسطین په وړاندې د ځپونکو پروګرامونو او پلانونو خبر ورکړي، د فلسطینیانو غبرګون، د دغو اعلان شویو پروګرامونو د عملي کېدو له کچې او همدارنګه د مقاومتي استشهادي عملیات کوونکو د کورنیو په ضد د صهیونیست رژیم له متقابلو اقداماتو سره هم تړاو درلودایشي، که د نتانیاهو کابینه د خپلو تندلارو سیاستونو په بنیاد د فلسطینیانو په ضد جنایتونه زیات کړي، نو د نښتو او د تاوتریخوالو د زیاتېدو تمه کیږي،
که صهیونیست رژیم په خپلو تندلارو او ترهګریزو کړنلارو کې بیاکتنه نه وکړي او د فلسطین مقاومتي عملیاتونه دوام وموندي نو دغه نښتې به هرو مرو د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې هم لاره وموندي او حتی ممکنه چي لمنه یې تر نیواکي فلسطین پورې چي د اسرائیلي رژیم مرکز ګڼل کیږي، وغځیږی، په دې توګه د نښتو او تاوتریخوالو د دوام او بندون پرېکړه د اسرائیل له رژیم سره ده، لیکن داسي ښکاري چي د نتانیاهو تندلارې کابینې د فلسطین په ضد په اعلان شویو تاوتریخجنو پلانونو کې د بیا کتنې اراده نه لري ځکه چي خپل سیاسی دوام په دغو تاوتریخوالو کې لټوي او د یدیعوت آحارونوت د ورځپاڼې په وېنا، د نتانیاهو کابینې نیواکي سیمو ته د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر انتونی بلینکن د سفر ختمېدو ته انتظار باسي، څو له هغه وروسته، د قدس په ختیځه سیمه کې د فلسطینیانو د کورونو د ورانولو او پر ځای باندې د نهو زرو صهیونیست میشتو کورونو چارې پیل کړي.